Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مرمرو کاڼو کارخونو ته د نه پام په اړه د څښتنانو اندېښنې

د کاني تړونونو ناڅرګند برخلیک د مرومرو ډبرو د یو شمېر صنعتکارانو د تیښتې عامل شوی دی. د صنایعو یو شمېر مالکان وايي د مرومرو هغه صنعتګر چې دوه کاله وړاندې له پاکستان څخه راغلي وو اوس بیرته دغه هېواد ته تللي دي. اخوا ویل کیږي درې نور صنعتګر غواړي خپلې پانګې ازبیکستان ته انتقال کړي.

د یوې کارخونې څښتن وايي چې په تیرو شپږومیاشتو کې یې نژدې څلور ملیونه زیان کړی دی او دیرش تنه کارګران یې له لاسه ورکړي دي .

د مرمرو کاڼو یوي کارخونې مسوؤل، سلطان وايي:«دا ستونزه نه هواریږي، نو ښایې نه ښایې موږ ته زیان رسیږي. موږ نشو کولی چې نور هم ځانونه برباد کړو. غواړو بیا خپلو ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شو.»

د سلطان ورور چې د کاناډا تابعیت لري غواړي بیرته کاناډا ته ولاړ شي، نوموړی وایي چې په هېواد کې ورته د کار زمینه نه ده برابره او اړ دی چې هېواد پرېږدي.

د مرمرو کاڼو د کارخونې مسوؤل، هجران زیاتوي:«دوستانو مې راته ویل چې مه ځه او هلته ستونزې دي، ما ورته ویل چې ځم خپل هېواد ته خدمت کوم او څو بیکاره خلکو ته به د کار زمینه برابره شي. اوس هغه کسانو چې له ماسه کار کاوه شمېر یې کمیږي او زما وار به هم ورسیږي له کومه ځایه چې راغلی یم باید ولاړ شم.»

 د مرمر ډبرو د پروسس د کارخونو ټولنه وايي چې په تیرو څه باندې څلورو میاشتو کې د کارګرانو شمېر له څلور سوو تنو یو سلو اتیاوو تنو ته کم شوی دی.

د مرمرو کاڼو د ټولنې مرستیال، سراج الدین کمالي وايي:«د کانونو وزارت سیاست صفردی. په دې درېیو کلونو کې یې هېڅ سیاست نه درلود چې له موږ سره خبرې وکړې او زموږ ستونزې هوارې کړي. تل یوازې خبرې کوي او عمل نه کوي.»

اخوا د کانونو او پترولیم وزارت وایي چې ډیر ژر د مرمر ډبرو او شو کاڼو لس پروژې د اقتصاد عالي شورا ته سپاري څو ددې شورا له تایید وروسته داوطلبۍ ته وړاندې شي.

په دې اړه د کانونو او پترولیم وزارت ویاند، عبدالقدیر مطفی داسې وايي:«موږ چمتو یوو چې په دې اړه هوکړې لاسلیک کړو او هغه ظرفیتونه چې شرکتونه یې لري هغې ته په کتو زمینه پانګه ‎ونو ته برابره کړو. یوه مهمه موضوع دا ده چې شرکتونه باید چې د کانونو ویستو وړتیا ولري.»

د سوداګرۍ خونو د عامل پلاوي رئيس، رحیم الله سمندر زیاتوي:«وايي چې هوکړه مطالعه کيږي، د لارې نقشه جوړیږي. دا ټول ډېر وخت نیسي، دا لړۍ ډېره اږده ده. هغه څه ته چې اړتیا لرو، باید چې پروژه په آسانو شرایطو ورکړل شي. د کاڼو د صنعت ستونزه باید اول هواره شي.»

د مرمر ډبرو د کارخونو د خاوندانو ټولنه وایي چې یوازې د مرمر ډبرو د استخراج یوازې څلور پروژې فاعلې دي چې د مرمر ډبرو د پروسس د څلور کارخونو د اړتیاوو برابروونکي دي؛ په داسې حال کې چې په هېواد کې د مرمر ډبرو د پروسس یو سلو پنځوس کارخونې شته .

 ددې ټولنې مرستیال وایي چې که دا ستونزه اواره نه شي؛ ډیر ژر به ددغو کارخونو خاوندان په افغانستان کې خپلې څلور سوو پنځوس ملیونه پانګونه پایته ورسوي .

 د کانونو تړونونه او د هغو له ډلې د مرمر ډبر د کانونو استخراج  د ملي یوالي حکومت د کار له پېلدو راهیسې په بې برخلیک حالت کې دي .

نېږدې شپږ میاشتې کیږي چې د مرمر ډبرو د پروسس يوې کارخونې ماشینونه د خامو توکو د نشتوالي له امله له فعالیته پاتې دي

شریک یي کړئ