د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د واټ جوړولو یوه ستره پروژه نن شنبې (د غبرګولي په ۴مه) د ټرانسپورټ او ټولګټو وزارت او د واټ جوړونې له دوه شرکتونو سره کابل کې لاسلیک شوه.
دغه تړون پر بنسټ ټاکل شوې ده چې د اوولس اعشاریه څلور کیلو مټرو په اوږدوالي سره د مزار شریف حلقوي سړک په دوو کلونو او د یو اعشاریه اته کیلومټرو په اوږدوالي سره د شفا تنګي د سیند د ختیځ سړک پروژه په راتلونکو پنځو کلونو کې د دغه شرکت له لوري بشپړه شي.
د ټرانسپورټ او ټولګټو وزارت وایي چې ګټې اخیستنې ته به د دغو پروژو په سپارل کېدو سره مزار شریف ښار ته د بلخ ولایت د اوسېدونکو د تګ راتګ د ستونزې پر هوارېدو سربېره په مزار شریف ښار کې دننه ټرافکي ګڼه ګوڼه به هم کمه شي.
د دغو پروژو ارزښت څه باندې یو مېلیارد یو اوه سوه مېلیونه افغانۍ دی.
د ټرانسپورټ وزارت سرپرست یما یاري د دغو تړونونو د لاسلیک په اړه وویل:«هغه تړونونه چې نن لاسلیک کېږي، د دغو پروژو ارزښت څه باندې یو زره او اوه سوه مېلیونه افغانۍ دی، په ټولیزه توګه اولس کیلومټره د څلوېښت کیلومټره سور سره په شپږو لیکو کې په معیاري توګه په بلخ کې به جوړ شي. دا په بلخ کې د ټرانسپورټ وزارت یوه ستره پانګونه ده.»
په دې غونډه کې په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت یو شمېر استازي د بلخ ولایت په ولسوالیو کې د نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
د ولسي جرګې غړي عباس ابراهیم زاده څرګنده کړه:«زموږ غوښتنه دا ده چې موږ په لیرې پرتو ولسوالیو کې چې له مزارشریف څخه لیرې دي ډېره پاملرنه غواړو، چارکنت ولسوالۍ ده، د هغه ترڅنګ یو سړک په دولت اباد کې دی، او څو نورو ولسوالیو کې چې د هغه په جوړولو کې د ټرانسپورټ وزارت پاملرنه غواړو.»
اخوا د قراردادي شرکتونو مسوولان نا امنۍ لویې ننګونې بولي خو دغه قراردادیان پر خپلو وخت د پروژو پر عملي کېدو ټینګار کوي.