Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د میدان وردګو–عزني د برېښنا لېږد پروژه ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د لېږد پروژه د کابل له ارغندۍ میدان وردګو او له هغه ځایه د غزني تر ښاره نن د ولسمشر له خوا ګټې اخیستو ته وسپارل شوه.

له دې سره په ورته وخت کې د میدان وردګو په سید اباد کې ولسوالۍ او غزني ولایت کې د برېښنا د دوه سب شټېشنونو پرژوه هم ګټې اخیستنې ته وس‎پارل شوې.

د دغو پروژو په پایله کې به د غزني او د سید ایاد  اوسېدونکي  له ازبکستانه له وارداتي برېښنا برخمن شي.

افغان ولسمشر د دې پروژې ګټې اخیستو ته د سپارلو په مراسمو کې وایي، د ملي یووالي حکومت موخه دا ده چې افغانستان پرځان بساینې او په سیمه کې د برېښنا د ټرانزیت په مرکز بدل کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني په دې اړه وویل:«د دغې پروژې لومړی برخه چې د ۲۲۰ کیلو ولټه د برېښنا مزی له ارغندې څخه تر غزني، د ټولیزه توګه څه باندې ۵۹ مېلیونه ډالرو په ارزښت او دویمه برخه یې د ۴۷،۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت او د امرېکې د پراختیايي بانک له مرستو تمویلېږي.»

د غزني ښار اوسېدونکي د ۱۴ کلونو راهیسې د برېښنا روښانه کولو په تمه وو.

د سید اباد ولسوالۍ له لارې د ۱۱۰ کیلومټرو په اږوږدوالي د ۲۲۰ کلیو ولټه برېښنا د مزي چارې څو ځله د ناامنیو له امله وځنډې او څو ځله هم دغه مزی پری شوی خو بلاخره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه پروژې په پرانستغونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو سرچینو د اړتیا وړ برېښنا پوره کېدل، سوېلي اسیا ته د برېښنا ترانزیټ او د هېواد په ۱۳ ولایتونو د برېښنا لګښت کموالي په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي غني څرګنده کړه:«د غزني او بادغیس په ګډون د هېواد ۱۱ ولایتونه چې د نورو په پرتله، دوه تر درې برابره په لوړې بیې د برېښنا لګښت ورکوي، بنسټیزه پاملرنه کېږي. زموږ د پروګرام بنسټیزه موخه د یوې داسې شبکې لرل دي چې د افغانستان ټول خلک له دې لارې متوازنې برېښنا ته لاسرسۍ ولري.»

د دې پروژې پرانستلو سره به په وردګو او غزني ښار کې له برېښنا شاوخوا ۶۰ زره کورنۍ برخمنې شي.

دغزني ښار او د وردګو سیداباد ولسوالۍ اوسېدونکي چې له دې برېښنا ګټه اخلي په هر کیلو ولټ برېښنا به ۳۰ افغانۍ ورکوي.

د کابل له ارغندۍ څخه غزني ښار ته د برېښنا د مزي غځول او د یوه هندي شرکت لخوا دوه سبټیشنونه جوړ شوي دي چې پر دوی شاوخوا ۱۰۶مېلیونه ډالره لګښت راغلی چې د امریکا پراختیايي ادارې لخوا ورکړل شوی دی.

شریک یي کړئ