Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نادولتي بنسټونو د فعالیتونو په اړه د اقتصاد وزارت رپوټ

په تېر کال کې نادولتي بنسټونو هېواد کې په څه باندې ۲ زره او ۹۰۰ بېلابېلو پروژو کې ۸۸۴ مېلیونه ډالر لګولي وو.

د اقتصاد وزارت نوی رپوټ ښيي چې نادولتي بهرنیو بنسټونو په ټولنیزو پروژو کابو ۶۰۰ مېلیونه ډالر لګوي دي.

بل پلو په دغه رپوټ کې همدارنګه راغلي چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د ۱۳۹۵ لمریز کال په پرتله هېواد کې د کرنې، او ټولنیز خوندیتوب په برخو کې د نادولتي بنسټونو په لګښتونو کې کموالی راغلی دی.

د نادولتي بنسټونو د فعالیتونوپه نوي رپوټ کې راغلي دي چې دغو بنسټونو په تېرو کلونو کې د څه باندې ۸۸۰ مېلیون ډالرو په لګښت سره بیا هم د دغو پېسو لویه برخه له ملي بودیجې بهر لګولې ده.

په دغه رپوټ کې د ګټورو پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې د یو شمېر بنسټونو د کار د پرمختګ  ترڅنګ، د پراختیايي انډول نشتوالی؛  په پروژو کې د دولتي او نادولتي بنسټونو د همغږۍ نشتوالی او د یو شمېر نادولتي بنسټونو لوړ اداري لګښتونه له شته ننګونو بلل شوي دي.

د اقتصاد وزیر مصطفي مستور په دې اړه وویل:«حکومت د هغو نادولتي بنسټونو په اړه چې له کلونو په کلیو کې دوامداره فعالیت لري په اړه به یې پرېکړه وشي او په دې برخه کې د یوې واحدې بودیجې پر برابرولو کار کېږي.»

په افغانستان کې د اغاخان د شبکې سفیر نورجهان ماواني څرګنده کړه:« زموږ د کارونو په اړه د خلکو نظرونه په سیمه کې بنسټيزه ونډه لري زموږ د کارونو په ښه‎والي کې به دا سمه نه وي چې موږ ووایوو ډېر ښه کار مو کړی خو خلک باید ووايي چې موږ د هغوی لپاره څه کړي او زموږ خدمتونه د خلکو لپاره تر کومه بریده د منلو وړ دي.»

اخوا د یو شمېر نادولتي بنسټونو مسوولین په ولایتونو کې د پراختیایي پروژو پر وړاندې د ستونزو د رامنځته کولو په برخه کې پر ځایي حکومت نیوکه کوي.

د کورنیو نادولتي بنسټونو استازی بریالی عمرزی وايي:« دم‎ګړۍ زموږ کارونه د اقتصاد وزارت سربېره د اربکي قومندانانو له خوا هم ارزول کېږي او د ولایتونو قومندان زموږ پر کار څار کوي.»

اخوا د نادولتي بنسټونو د تېر کال د فعالیتونو په وروستي رپوټ راغلي دي چې په دغه کال کې له ۲ زرو ۳۹۹ نا دولتي بنسټونو څخه چې په د دغه وزارت کې ثبت شوي څه باندې پنځوس سلنو یې د نا مالوم لامل له مخې خپل حسابونه منحل کړي دي.

د نادولتي بنسټونو په اړه د اقتصاد وزارت په نوي رپوټ کې راغلي چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د ۱۳۹۵ لمریز کال په پرتله د کرنې، او ټولنیز خوندیتوب په برخو کې د نادولتي بنسټونو په لګښتونو کې کموالی راغلی دی.

شریک یي کړئ