Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نغلو بند د دوه توربینو د بیارغونې کار بشپړ او ګټنې ته وسپارل شو

د نغلو د برېښنا بند د دوه توربینونو د بیارغونې پروژې لومړنۍ برخه پای ته ورسېده او د پنجشنبې په ورځ ګټې اخیستو ته وسپارل شوه.

د برېښنا شرکت وايي چې د نغلو بند د لومړۍ درجې توربین له بیارغونې سره، د دغه بند د برېښنا د تولید په ظرفیت کې ۲۵ میګاواټه برېښنا زیاته شوې ده او تر شپږو میاشتو د درېیم نمبر توربین د بیارغونې کار به هم پای ته ورسېږي.

د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب په دې اړه وویل:«موږ وتوانېدو چې د ځان بساینې پروژې لکه د لمریزې برېښنا، د بادي برېښنا پروژې، د اوبیزو برېښنا پر سترو او کوچنیو پروژو کار وکړو. انشاالله ډېر ژر ځان بساینې ته رسېږو. وارداتي برېښنا په ټرانزیټي برېښنا بدله شوه او د برېښنا له ټرانزیټه پیسې ترلاسه کېږي چې په خپلو تولیدي پروژو کې یې ولګوو او ښه ګټه پورته کړو.»

د نغلو برېښنا بند د دوه توربینو د بیارغونې پروژه د نړیوال بانک د ۶.۶ مېلیونو ډالرو په مرسته د یوه روسي شرکت له خوا په مخ وړل کېږي.

بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي د برېښنا زیاتوالي او په دې برخه کې ځینو کسانو لخوا د باج اخیستنې پرمخنیوي ټینګار کوي.

د ولسي جرګې غړی سید اکرام وویل:«هڅه دې وګړي چې د خیتځ هر کلي ته برېښنا ورسوي. دا کار د دولت د اقتصاد په ګټه دی او همدارنګه زموږ د خلکو ژوند هم ورسره ښه کېږي.»

د ولسي جرګې غړې صایمه خوګیاڼۍ او زیاتوي:«موږ ډېری د دې شاهد یوو چې په اوړي کې د برېښنا مزي پرې کېږي. یا هم ځینې کسان باج اخلي او یا هم پیسې اخلي. له حکومته زما هیله دا ده له هغوی سره دې هغه شان چلند وکړي چې له داعش او طالب سره یې کوي. هغوی ته باید پیسې ور نه کړل شي.»

د نغلو برېښنا بند په ۱۹۶۰ کال د یوه روسي شرکت لخوا د څلورو توربینو او سل میګاواټه برېښنا په ظرفیت سره جوړ شو، خو له اتو کلونو راهیسې يې دوه توربینونه له کاره لولیدلي وو.

اوس‎مهال د نغلو برېښنا بند په درېیو توربینونو سره کولای شي ۷۵ مېګاواټه برېښنا تولید کړي خو د برېښنا شرکت مسوولین وايي، اوسمهال د لږ اوبو له کبله یوازې د ۵۰ سلنې ظرفیت څخه يي ګټه اخیستلای شي.

د دوی پروینا د تېر کال د وري میاشتې په پرتله سږ کال د دغه بند د اوبو کچه ۱۴ متره ټيته شوې ده.

شریک یي کړئ