Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نوي کال بودجه راتلونکو اوونیو کې تصویب ته لېږل کېږي

د ماليې وزارت چارواکي چي نن د ولسي جرګې غونډې ته ور غوښتل شوي و، د راتلونکي مالي کال د بودجې په اړه وغږېدل. 

د دې وزارت چارواکو وویل چې د ۱۳۹۸ل کال لپاره يې د ۳۹۹ میلیارده افغانیو په تخصیص مسوده برابره کړې ده، چې راتلونکو څو اوونیو کې به يې دې جرګې ته د تصویب لپاره را ولېږي.

د ماليې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو معین عبدالله رقیبي وویل، چې له دې بودجې نه ۲۷۵ میلیارده افغانۍ د عادي بودجې لپاره او پاتې نورې پیسې د پراخیتايي بودجې لپاره ځانګړې شوې دي. 

عبدالله رقیبي وویل د دې بودجې ۵۱ سلنه د بهرنیو مرستو له لارې برابرېږي او پاتې نوره به د خپلو مرستو له لارې برابره شي. 

هغه د عوایدو په اړه وویل: «په ټوله کې د ۱۳۹۸ل مالي کال عواید تر ۳۷۸میلیارد افغانیو اوړي، چې له دې جملې ۱۸۸ میلیارده افغانۍ له داخلي عوایدو او ۱۹۹ میلیارده افغانۍ بهرنیو مرستیو تمویلېږي، پورته ارقامو ته په کتو ۵۱سلنه بودجه له بهرنیو مرستو تمویلېږي.»

د ولسي جرګې غړي وايي، د راتلونکي مالي کال بودجه باید د سیاسي سلیقو پر اساس تیاره نه‌شي. 

رمضان بشردوست، د ولسي جرګې غړی وايي: «لکه چې تجربې ښوودلې، پراختيايي بودجې د کلونو په اوږدو کې هیڅ ګټه نه ده کړې، ځکه چې پراختیايي بودجه د اقتصاد د علم پر اساس نه جوړېږي، بلکې کابل او ولایتونو کې د زورواکو په زور جوړېږي.»

که څه هم د روان کال له پراختیايي بودجې نه هم د قانون مطابق پوره ګټه نه ده اخیستل شوې، خو د ولسي جرګې بل غړی صادقي‌زاده نیلی دا بودجه هم کمه بولي. 

هغه وویل: «د پراختیايي بودجې مېزان ډېر ټیټ دی، ۳۱ سلنه پراختیايي بودجه په نظر کې نیول شوې، افغانستان اړتیا لري، چې پراختیایي بودجه يې ډېره شي.»

د ماليې وزارت وايي د اصولو مطابق روان مالي کال کې باید له پراختیايي بودجې نه ۹۰ سلنه مصرف شوې وای، خو دوی تر اوسه ۵۹،۶ سلنه پراختيايي بودجه مصرف کړې ده. 

یاده دې وي د روان مالي کال بودجه په ټوله کې ۳۶۱،۹ میلیارده افغانۍ وه چې ۲۶۷ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۹۳،۷ میلیارده افغانۍ یې پراختیایي بودجې جوړوله.

ماليې وزارت وايي، د ۱۳۹۸ل کال لپاره يې د ۳۹۹ میلیارده افغانیو په تخصیص مسوده برابره کړې ده، چې راتلونکو څو اوونیو کې به يې ولسي جرګې ته د تصویب لپاره ولېږي.

شریک یي کړئ