د ملي تدارکاتو کمیسیون وايي چې د دوی له خوا د سالنګ د نوي تونل د تخنیکي او اقتصادي څیړنیو پړاوونه ترسره شوي دي او ډیر ژر به د یوه خصوصي شرکت له لوري د د دوه دیرشو ملیونوډالرو په لګښت سره د دغه تونل تخنیکي او اقتصادي څيړنې پېل شې.
دوی زیاتوي چې دا تونل به د ۱۲ کیلیومټرو په اوږدوالي سره جوړ شي.
د ملي تدارکاتو د قراردادونو مسوؤل، بختیارنجمان وايي:«د نوي تونل جوړېدو تخنیکي او اقتصادي قرارداد د ملي تدارکاتو کمېسیون لخوا طی مراحل شوی دی او ټاکل شوې ده چې د اړتیا له مخې به د یوه بهرني شرکت لخوا یې کار پیل شي، باید اوایم چې دا د ټولګټو چارو وزارت یوه پروژه ده.»
د سالنگ نوی تونل د اولنگ په سیمه کې د هندوکش له غرونو نه په تیریدو دوشاخ ته غځول کیږي.
د دغه تونل تخنیکي څیړنې به د یوه آسترالیايي شرکت په مرسته په راتلونکو دریو کلونو کې بشپړې شي.
که څه هم د سالنګ د نوي تونل ټولټال لګښت څرګند نه دی؛ خو تر دې وړاندې د ټولګټو وزارت ددغه تونل د کیندلو لګښت شاوخوا یو میلیارد ډالره اټکل کړی وه.
د عامي روغتیا وزارت ویاند، مهدي روحاني څرګندوي:«تر راتلونکو درېیو کلونو پورې به د دې پروژې څېړنې پایته ورسیږي او د لګښتپه برخه کې یې د اسیا پراختیايي بانک ژمنه کړې ده، د پروژې په پلې کېدو کې به ستونزه نه وي.»
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې د سالنګ د لارې په اوږدو کې د ګڼې ګوڼې له امله دغه وزارت د آسیا د پراختیایي بانک په مرسته د سالنګ د نوي تونل د جوړیدو لپاره تخنیکي څيړنې پېلوي.