Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند په بازارونو کې د افغانستان د محصولاتو د بیې ۳۰ سلنه لوړوالی

د هېواد ځینې سوداګر د صادراتو د بهیر له ښه‎والي له خوشحالۍ سره وايي چې سږ کال د هند په  بازارونو کې د افغانستان د صادراتي محصولاتو بیې تر ۳۰ سلنې زیاتوالی موندلی.

هغوی وايي چې بهرنیو بازارونو ته د هېواد د توکو د صادراتو د بهیر له ښه‎والي سره په ورته وخت کې، شرکتونو هڅه کوي چې خپل خدمتونو معیاري کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې، د افغانستان او هند ترمنځ دویم هوايي دهلیز پرانیستل شو.

سوداګر وايي چې هند ته د هوايي دهلیز له لارې د توکو لېږد رالېږد سږکال د هېواد صادرات لس برابره زیات کړي دي.

د تازه مېوو د بنسته بندۍ او پروسس کار خونې مسوول محمد سلیم په دې اړه وویل:« دا هوايي ګوریدور زموږ د صادراتو د زیاتوالي لپاره ډېر مهم دی. موږ اوس کولای شو چې په دوه ساعتونو او له هغې په کمه موده کې هند او له هغه ځایه د نړۍ نورو بازارونو ته ورسوو. سږ کال موږ د لومړي ځل لپاره وتوانېدو چې د افغانستان بینډۍ (بامیه) د ایټالیا بازارونو ته ورسو.»

د هند او افغانستان ترمنځ د هوايي دهلیزونو له پرانیستو سره جوخت، اوس حکومت هڅه کوي چې له قزاقستان او ځینو خلیجي هېوادونو سره هم هوايي دهلیز پرانیزي.

په مالي چارو او بانکوالۍ په برخه کې د ولسمشر د لوړپوړي سلاکار مطبوعاتي مسوول سمیر رسا په دې اړه وویل:«موږ د سوداګرو د غوښتنو پر بنسټ کولای شو اقدام وکړو. او د هند له نورو ښارونو، اماراتو او حتا څه کېږي چې په نېږدې راتلونکي کې له قزاقستان سره هم هوايي دهلیز پرانیستل شي.»

له بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه هند ته د هوايي دهلیز له لارې د هېواد د صادراتو زیاتوالي ته په پام سره وايي چې سږ کال د هېواد د تازه مېوو د صادراتو کچه، څه باندې ۲۰۰ زره ټنو ته رسېدلې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند عتیق الله نصرت څرګنده کړه:«هند ته د هوايي دهلیز سږ کال زموږ د صادراتو کچه د پام وړ زیاته کړې ده او موږ هڅه کوو چې له دغې لارې، ځپله سوداګري نړ‎ۍ ته پراخه کړو.»

شریک یي کړئ