د سوداګرۍ او صنایع خونې د موندنو پر بنسټ سږ کال د پاکستان په بازارونو کې د افغانستان د تازه مېوو د بیې په پرتله هند کې د هوایي دهلېز له لارې د افغانستان د صادر شویو د تازه مېوو بیه پنځه برابره لوړه شوې او پلورل شوې هم ده.
د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین د ټرانزیت او لېږد رالېږد په لومړني نندارتون کې وویل، سږ کال د پاکستان بدیلې لارې افغان سوداګرو او بزګرانو ته ډېرې ګټورې تمام شوې دي.
بلخوا ټرانسپورت وزارت مسوولین وایي، د افغانستان او ایران ترمنځ د ټرانزیت په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په پار دېر ژر به د دغو دوو هېوادونو ترمنځ ګډه ناسته جوړه شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین د ترانزیټ او لېږد رالېږد په نندارتون کې وايي، د هېواد د سوداګرو پرمخ د پاکستان د ترانزیټ د بدیل لارې سره سږکال دهیواد تازه مېوه د هند په بازارنو کې په لوړه بیه پلور شوې ده.
د سوداګرۍ اوصنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي:«یو کیلو انګور به چې موږ په پاکستان کې په ۸۰ پاکستاني کلدارو پلورل، په هند کې په دوسوه تر دوسوه پنځوسو هندي کلدارو پلورو؛ کهچېرې موږ دغه مېوې اروپا ته ورسوو باید په ۱۰ یورو وپلورو.»
د ترانزیټ او لېږد رالېږد لومړنی نندارتون د یو شمېر خصوصي شرکتونو په ګډون جوړشوی وو.
په دغه نندراتون کې د افغانستان د نړۍ د هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو چارو کې د ترانیزیټي ستونزو پر هواري ټينګار وشو.
د ترانسپورټ وزارت مرستیاله فوزیه احسان وايي:«زموږ ټوله هڅه دا ده چې زموږ ستونزې د لېږد رالېږد په نړیوال مسیر کې د هوکړې له لاسلیک سره حل شي.»
دغه راز، کابل کې دا یران سفارت چارواکي د زیربیناوو په برخه کې د ایران او افغانستان په سوداګریزو چارو پراختیا ټینګار وکړ.
په کابل کې د ایران سفارت اقتصادي مستشار صدیق قاسمي زاکري په ډاګه کړه:«د ایران اسلامي جمهوري نه یوازې د افغانستان او د دغه هېواد د شمالي ګوانډیو ترمنځ د رېل پټلۍ په جوړول د سیمې د خلکو په ګټه بولي چې د رېل پټلۍ د پنځه ګووني او چین پر اضافه د ایران په لور د افغانستان له مسیره، هم ملاتړ کوي.»
دغه نندارتون د سوداګریزو او ترانزیټ اړیکو د پراختیا په موخه جوړ شوی دی.
که څه هم حکومت په وروستیو کلونو کې له سیمې سره د ترانزیټ په برخه کې لاسته راوړنې لرلې خو اوسمهال د ترازیټ په برخه کې له سیمې او په ځانګړي توګه له پاکستان سره ستونزې شته دي.