Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هوايي چلند «ایر العربیه» شرکت افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړ

د هوايي چلند «ایر العربیه» شرکت، د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۱۲مه) په افغانستان کې خپل فعالیت پيل کړ. دا په افغانستان کې اتم بهرني هوايي شرکت دی چې خپل فعالیت یې پیل کړ.

له شارجې کابل ته د دغه شرکت د الوتکې په لومړۍ الوتنه کې د پنجشنبې په سهار ۱۶۸ مسافرین کابل ته راورسېدل.

ټاکل شوې دغه اماراتي شرکت د کام ایر، سپایس جټ او ترکش ایرلاینز تر څنګ د هوايي دهلیزونو له لارې د هیواد د صادراتو په بهیر کې هم ونډه واخلي.

په دوبۍ کې افغان جنرال کونسل وایي چې په افغانستان کې د ایر العربیه هوایي شرکت د کار له پیل سره له کابل نه امارتو او له اماراتو نه کابل ته د ټکټونو په بیه کې کابو څلويښت سلنه کموالی راغلی دی.

په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان سرکونسل عبدالصمد افغان په دې اړه وویل:«د کارګو اسانتیاوې هم برابرېږي او دا هم د مسافرو او هم د سوداګرو لپاره یو ښه زیری دی او زموږ په صاداراتو او وارداتو کې به هم ښه رول ولري.»

د ایر العربیه شرکت مسوولین وایي مسافرین کولای شي له شارجې د نړۍ په ۵۰ هېوادونو کې ۱۵۰ ښارونو ته چې دا شرکت په‎کې فعالیت لري سفر وکړي.

په افغانستان کې د ایر العربیه شرکت استازی صمیم ایوبي وايي:«د دغه شرکت مرکزي دفتر په شارجه کې دی او هغه الوتکې چې له دې ځایه الوت کوي د شارجې په هوايي ډګرونو کې ناسته کوي. هغه مسافر چې غواړي د اماراتو نورو ښارونو لکه دوبۍ یا العین ته ولاړ شي، موږ بس لرو او هغه لېږدوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر کورنیو شرکتونو له دیوالي کېدو او اماراتو ته د ځینو نورو الوتنو له درېدو وروسته اماراتو ته د الوتکو ټکټونه بیه لوړه شوې ده. اوس د درېیم اماراتي شرکت د الوتنو په پيلېدو د الوتنو د بیو د کمښت کتوونکي یوو.

شریک یي کړئ