په افغانستان کې د مالوماتي ټکنالوژۍ د شرکتونو ټولنې رییس، د حکومت له خوا له دوه امریکايي شرکتونو سره د واقعي وخت یا «ریل ټایم»دستګاه د رامنځته کېدو تړون لاسلیک پوښتنییز (د پوښتنې وړ) بولي.
په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د لس سلنې مالیې پر راټولولو د څارونکي سیسټم د جوړولو لپاره له څلور کلن انتظار وروسته د مخابراتو وزارت د یوولس مېلیون ډالرو په بدل کې یعنې د ملي تدارکاتو ادارې له پرېکړې درې مېلیون ډالره زیات بوسټوس او ولاټرو امریکايي شرکتونو ته سپارلی دی.
خو د مالوماتي ټکنالوژۍ د شرکتونو ټولنې رییس فرشید غیاثي په یوه مقاله کې لیکلی د دې پروژې اصلي تړونوال بوسټوس شرکت له افغان حکومته د تړون له ترلاسه کولو وروسته خپل شرکت د امریکا په نیواډا ایالت کې ثبت کړی دی.
په افغانستان کې د مالوماتي ټکنالوژۍ د شرکتونو ټولنې رییس په دغه لیکنه کې وایي دا شرکت ان په افغانستان کې هم ثبت نه دی او دا شرکت نه دی توانېدلی د افغانستان له یوه بانک څخه بانکي ضمانت ترلاسه کړي.
اخوا د تدارکاتو ادارې له دې مخکې ویلي و چې د مخابراتو وزارت لخوا د ریل ټایم پروژې لپاره له لومړنیو اټکلونو وروسته د لس مېلیون ډالرو په کمښت سره د دې پروژې ارزښت کابو اته مېلیون ډالره و.
خو هغه وخت د مخابراتو وزیر د دې پروژې د لګښت په هکله د جزییاتو له ورکولو ډډه کړې وه.
په ورته وخت کې، د روڼتیا څار بنسټ وايي چې د دغه بنسټ د موندنو پر اساس، د دغې دستګاو تړوني شرکتونه د دغه کار د ترسره کېدو وس نهلري او ظاهراً داسې هڅه کوي چې د مخابراتي خدمتونو د مالیاتو په راغونډولو کې د روڼتیا بهیر له ځنډ سره مخ شي.
د روڼیتا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تېموري په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ لومړنۍ موندنې ښيي چې بوسټوس شرکت د دغه سیستم د جوړېدو لپاره بسندویه تجربه نهلري او زموږ پوښتنه هم دا ده چې لاټرو شرکت ولې د تړون اصلي لوری نه دی.»
خو د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند که څه هم د دې تړون مسلکي څېړنه د تدارکاتو ادارې کار بولي او وايي دغه شرکتونه د واحدې سرچینې په توګه د نوموړې ادارې له لوري معرفي شوي خو د ریل ټایم تړون د کابو دېرش سلنې زیاتوالي لامل په دې تړون سره د څو نورو برخو یوځاي کول بولي.
د روڼتیا د څار بنسټ وايي په دې تړون کې د ستونزو او د ریل ټایم سیسټم په جوړولو کې د ځنډ یو لامل ښایي په دې برخه کې په تېرو څلورو کلونو کې د عوایدو د حیف او میل کولو د روښانه کېدو د مخنیوي لپاره د ځینو شرکتونو او بنسټونو لخوا د خنډونو جوړول وو.