Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پانګه‌‎والو پر وړاندې د ګواښونو له زیاتوالي ګڼې اندېښنې

د سوداګرۍ او صنایعو خونه د خصوصي برخې د کسانو پر تښتونې د اندېښې په څرګندولو سره وایي چې دا کار به له هېواد د پانګې بهرکېدو لامل شي.

د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي امنیتي ادارې د سوداګرو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي او د اوسني وضعیت له کبله سوداګر او پانګه‎وال نهیلي شوي دي.

په تېرې یوې اوونۍ کې ناپېژانده وسله والو د پلازمېنې په امنو سیمو کې پر دوو سوداګرو ډزې کړي چې په پایله کې یې د یوه سوداګر زوی وژل شوی دی.

 د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي چې په تېره یوه میاشت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې  په خصوصي برخه کې د انسان تښتونې  پنځلس پېښې ثبت شوي دي.

 نوموړی خبرداری ورکوي چې د پانګه‎والو د امنیت په ټينګښت کې به ناغیړي په هېواد کې د پانګونې د ځوړ لامل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي وویل:«تشبث او سوداګري ور ځ په ورځ خرابېږي که‎چېرې همدا وړې پانګې، د اصناف کار او بار چې زیاتې کاري زمینې یې برابرې کړي دي دا کارونه له منځه ولاړ شي، موږ له ډېرو ستونزو سره به مخ شو.»

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه څرګنده کړه:«هره ورځ چې تېرېږي زموږ امنیتي ځواکونه سمبال او تجهیزکېږي او وړتیا یې لوړېږي او پر امنیتي ځواکونو زموږ باور زیاتېږي چې کولای شي د خلکو امنیت ټینګ کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اوونۍ کې د کابل په نوي ښار کې پر سوداګرو دوه ځله برید شوی دی .

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه وویل:«نوې پروګرام لرو چې د هغه پر بنسټ موږ کولای شو چې د سوداګرو او پانګه‎والو امنیت تأمین کړو او له سوداګرو څخه زموږ تمه دا ده کله چې ګواښل کېږي، له موږ سره دې شریک کړي.»

 ویل کېږي چې په دې پېښو کې دغو کسانو هڅه کوله چې سوداګر او یا هم د هغوی  خپلوان وتښتوي .

 په تر ټولو تازه مورد کې یو سوداګر د ناپېژانده کسانو په ډزو کې ټپي شو. ویل کېږي چې دغو کسانو لومړی هڅه کړه چې دغه سوداګر له ځان سره بوځي خو کله چې پر دغه کار بریالي نه شول  پر هغه یې ډزې وکړي.

شریک یي کړئ