Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستاني مرمر ډبرو د وارداتو د مخنیوي غوښتنه

د کابل ښار یو شمېر ډبرتوږونکي وايي چې د توږل شویو او ښکلیو شویو مرمر ډبرو د پلور بازار له ځوړ سره مخ شوی دی.

هغوی وايي چې له پاکستان څخه د مرمر ډبرو واردات او په کمه بیه د دغو ډبرو پلور په کورني بازار کې د افغانستان د مرمرو د پلور د کموالي لامل شوی دی.

ډبرتوږونکي نصیر احمد وویل:«دغه ډبره چې وینئ پاکستانۍ ده او دغه بله له هرات څخه ده. د هرات ډبره هم سپينه ده او هم کیفیت یې د پاکستانۍ په پرتله غوره دی.»

بل ډبرتوږونکي شیرشاه هم په دې اړه وویل:«که‎چېرې له پاکستان څخه د مرمر ډبرې وارد نه‎شي ښه به وي ځکه چې زموږ د خپل وطن ډبره غوره ده.کله چې موږ په خپله د مرمر ډبره لرو له بهر څخه یې ولې وغواړو.»

په دې لړ کې یو شمېر کارپوهان وايي چې د مرمر او  ډبرتوږنې صنعت له پرمختګ سره نه یوازې سترې اقتصادي ګټې له ځانه سره لري بلکې د هېواد د کلتور د پرمختګ په مانا هم به هم وي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد مزاري سلطان زاد په دې اړه وویل:«د مرمرو ډبره او ډبرتوږنه زموږ د هېواد اصلي صنعت بلل کېږي، او د مرمر ډبره زموږ د هېواد د صادراتو ارزښتناکه برخه جوړوي. موږ کولای شو ډېره په ساده‎ګۍ سره له یوه ډيزاین سره د نړۍ بازارونو ته د صادردو زمینه برابره کړو.»

د رپوټونو پر بنسټ،د پاکستان سربېره،له چین،ترکیې او ایران څخه هم د مرمرو ډبرې هم واردېږي،خو تراوسه هم د هېواد د مرمرو ډبرې د ښه کیفیت له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی شهرت لري.

شریک یي کړئ