Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو آسانتیاو هوکړې

د سوداګرۍ صنایعو وزارت دافغانستان اوپاکستان ترمنځ د ترانزټ د ستونزو د هوارۍ په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه‎لیکونو له لاسلیک کیدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند، مسافر قوقندي وایي چې په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ ناسته کې پاکستانې لورې منلې چې د افغانستان په میوو او سبزیو به د ګمرکي تعرفې د کمولو ترڅنګ اجازه ورکړل شي تر څو دافغانستان مالوچې دغه هېواد ته صادرې شي.

ښاغلی قوقندي په دې اړه وايي:«دا ناسته د افغانستان او پاکستان استازو ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې له لاسته راوړنو ډک وه، ځکه چې په دې ناسته کې هوکړه وشوه تر څو پاکستان د افغانستان تازه میوو او سبزیو تېر کال کې پورته شوې تعرفې بیا ښکته کړي.»

خو د کانونو او صنعت پانګونکو شورا مسوولین د پاکستان له لوري په ځلونو د ژمنو ماتولو په اساس د دغه هوکړه لیک عملی کیدو ته هیله من نه دي.

بلخوا د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګرۍ خونې په اعلامیه کې راغلي دي چې پاکستاني چارواکو ژمنه کړې تر څو یوه اوونۍ کې به د دواړو هژوادنو ترمنځ د ترانزیټي ستونزو لویه برخه هواره شي.

خو د خصوصي برخې یو شمېر کار پوهان د پاکستان حکومت پر دغو ژمنو باور نه لري.

د کانونو، صنعت سوداګرۍ شورا رئيس، سبیر بشیري وايي:«که څه هم موږ ډېر باورمن نه یوو چې دا هوکړې به د پاکستان له خوا پليشي، خو که پلي شي، پرته له شکه چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته به ګټور ووسي.»

د خصوصي برخې استازي وایي، افغان حکومت باید له قوي دریځ څخه له پاکستان سره خبرې وکړي او د ترانیزیټي ستونزې په بنسټيزه توګه هوارې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وايي چې په دې ناسته کې د افغانستان صادراتي توکو قرنطین سختو شرایطو اسانېدو او پاکستان ته د هېواد د مالوچو صادراتو هوکړې شوې دي

شریک یي کړئ