Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان هوايي حریم د افغانستان پر مخ پرانیستل شو

د هېواد د هوايي چلند ادارې نن (سې‎شنبې د چنګاښ په ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره اعلان وکړ چې د پاکستان هوايي حریم له ۱۳۵ ورځو وروسته هند ته د افغانستان د الوتنو پر مخ پرانیستل شو.

له هغې وروسته کله چې هندي او پاکستاني ځواکونه ۱۳۵ ورځې مخکې سره ښکېل شول، پاکستان پر هغوی الوتنو بندیز لګولی و چې د دغه هېواد له هوايي حریم څخه تېرېدل.

د رپوټونو پر بنسټ، د ایرایندیا هوايي شرکت چې افغانستان ته هم الوتنې لري، د دغه بندیز په پایله کې ترټولو زیات زیان لیدلی دی.

پاکستان څلور میاشتې مخکې، له هغې وروسته خپل هوايي حریم یې د هندي الوتنو پر مخ وتړه چې هندي جنګي الوتکو د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د جیش محمد ډلې یو روزنیز مرکز په نښه کړ.

د پاکستان د هوايي حریم له تړل کېدو وروسته، د هوايي چلند ډېری بهرنیو شرکتونو چې د هند له هوايي فضايي استفاده کوله، اړ شوي وو چې د ډېر لګښت لرونکو خطوطو کار واخلي.  

شریک یي کړئ