Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چابهارهوکړې د ارزونې لومړۍ ناسته ترسره شوه

د چابهار هوکړې د ارزونې په موخه د افغانستان، هند او ایران ترمنځ د چابهار په بندري ښار کې درې اړخیزه لومړۍ ناسته ترسره شوه.

د رپوټونو له مخې د دریوو واړو هېوادونو د ترانسپورټ برخې چارواکو په دې ناسته کې ګمرکي تعرفې، د ګمرکي لیږد پراختیا او د اورګاډي پټلۍ د ترانزیت په اړه خبرې کړې دي.

همداراز زیاته شوې ده چې د (ای پي جې اېل) په نامه یوه هندي شرکت په رسمي توګه د چابهار په بندرې ښارګوټي کې له شهید بهشتي بندر نه په رسمي توګه کار اخیستنه پیل کړې ده.

له بلې خوا د هند د بهرنیو چارو وزارت هم د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې ناسته کې د نړیوال لیږد رالیږد او په بشپړه توګه د چابهاربندر د هوکړې د پلي کولو په موخه رغنده خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دریوو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په موخه پر مسیرونو هوکړه وشوه.

له بلې خوا د ایران د سمندري بنسټ اجرايي رییس څرګنده کړې ده چې له دې هوکړې سره نور هېوادونه هم یوځای کېدی  شي.

دا په داسې حال کې ده چې د چابهار بندر ظرفیت په کال کې له دوه میلیون ټنو ۸،۵ میلیونو ته رسېدل او د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه وده کړې ده.

ویل کېږي چې اوسمهال چابهار بندر د ۱۰۰ټنو د بار کښتیو د هرکلي ظرفیت لري.

د هندي رسنیو د راپور له مخې د چابهارهوکړې ناستې د ارزونې به موخه دا لومړۍ ناسته ده چې ترسره کيږي

شریک یي کړئ