په ودانیو کې د کارېدونکو ډبرو د کارخانو مسوولین وايي، حکومت باید د صادراتو لپاره هم زمینه برابره کړي.
د «تراورتن» ډبرې د پروسس د لويې کارخانې مسوولین وايي مرمر او تراورتن ډبرې له هېواده د باندې ډېر مینه وال لري.
د دې کارخانې مسؤلین وايي حکومت باید عربي هېوادونو او منځنۍ اسیا ته د صادارتو زمینه برابره کړي.
په میدان ورداګو ولایت کې میدان ښار ته څېرمه د تراورتن ډبرې یوه کارخانه د غزني له کانونو د ورځې تر درېیو سوو متر مربع پورې ډبرې له پروسس وروسته بازار ته وړاندې کوي.
د کابل په ارغندۍ کې د یوې کارخانې مسوول غلام علي وايي: «تراورتن ډبرې د یوې ودانۍ د ظاهري ښکلا او په مهمو داخلو ځایونو کې په کارېږي او په نړۍ کې د دې ډبرو بیه تر مرمر ډبرو هم پورته ده.»
د دې کارخانو د مسوولینو له ستونزو نه، یوه هم د برق نشتوالی او بله هم په هېواد کې د ډبرو د ایستلو لپاره د تړون نشتوالی دی.
د تراورتن ډبرې د یوې کارخانې څښتن محمد کبیر وايي: «موږ ستونزې لرو، کله چې ډبرې په کانونو کې کمېږي دا کار د کارخانو د درېدلو سبب کېږي، چې باید حل شي.»
افغانستان د بډایه کانونو په لرلو سره په سیمه کې مخکښ هېواد دی، په تېره بیا د تراورتن ډبرې په برخه کې، چې دا ډبرې په نړۍ کې ډېر ارزښت لري او په ښکلو ودانیو کې کارېږي.