Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل‎ـ‎جدې هوايي کږلیچ برانیستل کېږي

مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر د سلاکار دفتر وایي په دې اړه کابل او ریاض هوکړه لاسلیک کړې او په لومړنۍ الوتنه کې به ۵۰۰ کیلوګرامه زعفران سعودي عربستان ته صادر شي.

د ولسمشر د مالي سلاکار دفتر زیاتوي، د هوایي دهلیز له لارې له افغانستان څخه د صادراتو پیل سره به افغانستان ۵۱ میلیونه ډالر عاید ترلاسه کړی دی.

که څه هم دا بهیر له یو لړ پوښتنو سره مخ شو، خو د یوه کال په تیریدو دا بهیر لا ډیر پراخ هم شو.

د ولسمشر د سلاکارۍ دفتر د اړیکو مسوؤل، سمیر رسا وايي:«ټاکل شوې ده چې موږ له عربي متحده اماراتو سره بله هوکړه هم لاسلیک کړو او هڅه کوو چې لومړۍ الوتنه راتلونکې اوونۍ دوبۍ ته ولرو. همداراز موږ له اروپا سره هم د هوکړې لاسلیک په هڅه کې یوو.»

له بلې خوا د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین په دې باور دي چې د فشار په توګه د هوايي لارو په پرانیستلو سره توانیدلي د ځمکې له لارې هم د هیواد سوداګریزې چارې پراخې کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو د عامل پلاوي تخنیکي مرستیال، شفیق عطایي وايي:«یوه موضوع چې موږ پر بحث درلود بازارونو ته لاس لرل، ځمکني ستونزې وې چې له بده مرغه ځیني وخت د سوداګرو او خصوصي برخې لپاره د ستونزو لامل کېږي. تر ډېره دې پوښتنې ته ځواب ویل شوی دی او د هوايي کږلیچونو رامنځته کولو اصلي لامل هم بازارونو ته د سوداګرو آسانه لاسرسۍ دی.» 

په مالي او بانګي چارو کې د ولسمشر د سلاکار دفتر د شمېرو له مخې تیر کال په سلو الوتنو کې د هېواد ۲۶۰۰ ټنه وچې او تازه میوې، طبي بوټي او غالۍ د هوا له لارې د هند، قزاقستان او ترکیې بازارونو ته صادرې شوې او د افغانستان لپاره ددغو الوتنو لګښت کابو یواعشاریه درې میلیون ډالره وه. 

له هند سره له دوو هوايي دهلیزونو وروسته به یوه هوايي لاره له قزاقستان او یوه له ترکیې سره او همداراز پنځم هوايي دهلیز له سعودي عربستان سره پرانیستل شي.

د کابل‎ـ‎جدې هوايي کږلیچ برانیستل کېږي

په مالي او بانګي چارو کې د ولسمشر د سلاکار دفتر وايي ډېر ژر به متحده عربي اماراتو او اروپايي ټولنې ته د هوا له لارې د هېواد د سوداګریزو توکو صادرات پیل شي

شریک یي کړئ