Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل برېښنا نشتون له کبله پر ملي تدارکاتو ادارې د جان بس نیوکه

په کابل کې د څو ورځې راهیسي د برېښنا نشتون له کبله په هېواد کې د امریکا متحده ایالتو سفیر، جان بس وايي اورېدلې یې دي چې د ملي تدارکاتو اداره د حرارتي برېښنا د سوند اخیستو لپاره بودجه نه منظوروي.

دی زیاتوي دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ځواکونه او د غوڅ ماموریت د برېښنا د لیږد بیا رغونه کې مرسته کوي.

 یو شمېر سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې د برېښنا شرکت کابو پنځه میاشتې مخکې د حرارتي برېښنا لپاره د سوند توکو د اخیستو لپاره له ملي تدارکاتو ادارې د بودجې غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه نه ده منظوره شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ورې په ۲۴مه نېټه د تاجکستان او ازبکستان وارداتي برېښنا په بغلان کې پرې شوه چې له دې سره کابل او لس نور ولایتونه بې برېښنا شول.

د برېښنا شرکت شرکت وايي نن(چهارشنبې د وږي په ۲۷مه نېټه) د برېښنا بیا نښلولو چارې پیل شوې دي.

تر اوسه دا نه ده مالومه چې کله به د کابل برېښنا ورغول شي.

د برېښنا شرکت شرکت وايي نن(چهارشنبې د وږي په ۲۷مه نېټه) د برېښنا بیا نښلولو چارې پیل شوې دي

شریک یي کړئ