د زنبق په څلورلاره کې د خونړي برید له امله د پېښې سیمې ته نېږدې سترې پانګوني د له منځه تلو سره مخ شوي دي.
د سوداګرۍ اوصنایعو خونې د مالوماتو له مخې تراوسه خصوصي برخي ته له دغې چاودنې له امله له شل میلیونو ډالرو زیات زیان رسیدلی دی.
د سوداګریو او صنایعو خونو مرستیال، خانجان الکوزی وايي:"دا بریدونه او د حکومت بېپروايي په هېواد کې پر پانګونو ناوړه اغېزه کوي."
د کابل سټار هوټل چې اوه پوړه لري، تر نورو ډېر زیان ورته رسېدلی.
د دې هوټل مسووولین وایي میلیونونه ډالر زیان اوښتی او د دې وس نه لري چې دا هوټل بېرته ورغوي.
د یاد هوټل یو تن مسوؤل، حیدر نیازی څرګندوي:"ټول شته مو له لاسه ورکړل اوس شپږ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو چې بیا یې کار پیل کړو، نه پوهېږو دا پیسې له کومه کړو."
بل لور، د ځینو خصوصي شرکتونو کارکونکونکي د بې روزګاه کېدو له احتماله په اندېښنه دي.
په زنبق څلور لارې کې د یوه خصوصي شرکت مسوؤل، محمود هم وايي:"په دې سیمه کې لوړپوړې ودانۍ جوړې شوې وې او پانګونه شوې وه، پانګهوالو پانګهونه کړې وه او ډېروکسانو ته د کار زمینه برابره وه، خو اوس دلته څوک کار نه کوي."
د کابل ستار هوټل پلازمېنه کې له هغو محدودو ۵ ستوریزو هوټلونو نه دی چې ۶کاله وړاندې یې د لومړنۍ پانګې به توګه ۲۰ میلیارد ډالر پانګونې سره کار پیل کړ، خو اوس د دې هوټل مسوولین وایي هر څه یې چې لرل له لاسه یې ورکړي او دا لا نه ده معلومه چې کله به دا هوټل بیاځلې فعال شي.