Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کار له ۸.۵ مېلیونه غیر فعال بشري ځواک څخه ۸۰ سلنه یې ښځې دي

د «ښځو اقتصادي مشارکت سیمه ییزه ناسته» د افغانستان په محوریت پرون د افغانستان امریکايي پوهنتون کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د اقتصاد وزیر مصطفي مستور وايي، په هېواد کې د ۱۵.۷ مېلیونه بشري ځواک له ډلې ۸.۵ مېلیونه یې له اقتصادي پلوه غیرفعاله دي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ښځې دي.

د اقتصاد وزیر  مصطفي مستور څرګنده کړه:«موږ په تېره یوه لسیزه کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا کې کم پرمختګ درلود. موږ په دې برخه کې ډېرې پروژې او پروګرامونه درلودل چې د ښځو پر اقتصادي پیاوړیتا او ګمارنې متمرکز وو. خو له دغو پروژو کمې یې بریالۍ وې.»

په همدې حال کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه وايي، په تېرو اولسو کالو کې د ښځو د ستونزو د حل لپاره بنسټیز پروګرامونه چې وکړای شي په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو رول ډېر کړي نه دي عملي شوي.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه منیژه وافق په دې اړه وویل:«اوس هغه وخت دی چې موږ اوږدمهاله او اساسي پروګرامونه عملي کړو څو د دې پروګرامونو پر بنسټ ښځې په خپله د هېواد په اقتصادي فعالیتونو کې ډېر رول ترسره کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون رییس وايي، له ۲۰۰۱ ز کال وروسته د امریکا یو مهم پروګرام په افغانستان کې د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا راڅرخېده او په دې برخه کې پرمختګونه شتون لري.

د افغانستان امریکايي بانک عمومي رییس کنیت هالنډ وویل:«څنګه چې تاسو پوهېږئ د طالبانو په واکمنۍ کې نجونې ښوونځیو ته نه تللې، ښځې بهر ته د دندو په موخه نه شوای تللای، امریکا او نړیوالې ټولنې دغه شرایط په بنسټیزه توګه بدل کړل. اوس‎مهال زرګونه نجونې ښوونځیو ته ځي او زده کړې کوي او زرګونه ښځې له کوره بهیر کار کوي.»

د ښځو اقتصادي مشارکت سیمه‎ییز دوه ورځنۍ غونډه د هند، بنګله‎دېش، سینګاپور، پاکستان او امریکا د کارپوهانو او څېړونکو په ګډون جوړه شوې ده.

شریک یي کړئ