Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کاسا زر پروژې ودانیز کارونه به ډېر ژر پیل شي

د برېښنا او ابو وزارت وايي چې د کاسا زر پروژې له لاسلیک څخه وروسته، په افغانستان کې به د وادانیز کارونه ژر تر ژره پيل شي.

د دغه وزارت مرستیال وايي چې یو هندي شرکت د دغې پروژې بریالی شوی او ټاکل شوې ده د درې کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې د دغې پروژې کارونه عملي شي.

شاوخوا یوکال وړاندې د کاسا زر پروژه په رسمی توګه پرانستل شوه او څه باندې یوه میاشت وړاندې د دې پروژې د غړو هېوادونو چارواکو یو ځل بیا په داسې حال کې چې د دغې پروژې د عملي کار څه څرک نه لګېده په تاجیکستان کې پر دې پروژې خبرې وکړي.

 بالاخره اوس حکومت  په نېږدې موده کې د دغې پروژې د عملي کېدو خبره کوي.

د برېښنا او اوبو وزارت مالي او اداري مرستیال وویل:«له دغې پروژې هغه وخت ګټه اخیستل کېدای شي هغه برخې یې چې په قرغزستان، تاجیکستان، پاکستان او افغانستان کې دي په یوې همغږۍ او انسحام کې چې له نېکه مرغه دغه همغږي شتون لري، پیل شي. او همدارنګه د هغه د فېزيکي کارونه هم پر مخ ولاړ شي او په پای کې بشپړ شي.له نېکه مرغه هغه برخې چې په افغانستان پورې اړوندې دي له چټکتیا سره بشپړې شوي او موږ د دې په تمه یو چې د پروژې عملي کار ژر تر ژره د تړونو د عقد په چوکاټ کې پیل شي. »

اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د دې پروژې د غړو هېوادونو تر منځ د لازمې همکارۍ د نشتوالي او د دې پروژې پر لاره د نا امنیو د زیاتېدو له امله د دې پروژې پر عمي کېدو بې باوره دي.

د کاسا زر پروژه یو مېلیارد ډالره لګښت غواړي او د هغې په پلي کېدو سره به  د تاجیسکتان او قرغیزستان  د اوبو درې سوه میګاواټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته ولېږدول شي .

ټاکل شوې ده؛ افغانستان ددې پروژې په پلي کېدو سره پر درې سوه میګاواټه برېښنا سربېره په کال کې شواخوا ۵۰۰ مېلیون ډالره د ټرانزیټ د حق په توګه هم تر لاسه کړي .

شریک یي کړئ