Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کانونو وزارت د لیتیمو د کانونو په اړه د څېړنو له پیله خبره ورکړ

د هېواد د کانونو وزارت د لیتیمو د کان په اړه کې د څېړنو له پېلدو خبر ور کوي.

د دغه وزارت ویاند وايي د لیتیم معادن په اړه د بشپړو معلوماتو د راټولو او د پیل شویو څېړنو پایلې به د لیتیمو د کان د را ایستلو او بیا په راتلوونکي کې د یاد کان د پانګونې په برخه کي ډېره مرسته وکړې.

د یاد وزارت ویاند وايي تر اوسه په هېواد کې د لیتیمو د کانونو په اړه هراړخیزې څیړنې نه دي شوې، خو ښايي په هغو ولایتونو کې چې د مالګې کانونه پکې دي د لیتیم کان هم وي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، عبدالقدیر مطفی وايي:« د کانونو وزارت په دې برخه کې کار کوي تر څو د ټولو برخو د ارزښت په اړه مالومات ترلاسه کړو، دا چې څومره شتون لري او کولی شو چې څومره راوباسو.»

لیتیم چې د بریښنا انرژۍ مهم زیرمه کوونکي مواد بلل کېږي، په نوې ټکنالوژۍ کې تر ډېره د ګرځنده تلیفونونو په بټریو، برېښنایي موټرو، کمپیوټر او د بې پيلوټه الوتکو په بټریو کې کارول کېږي چې اوس ددغو وسایلو د سیالۍ پړاو دی.

له دې مخکې د امریکا د سروې او جیولوژۍ ادارې د افغانستان د کانونو په هکله په خپلو څیړنو کې په غزني، هرات او نیمروز ولایتونو کې د لیتیم کانونو د شته والي په اړه رپوټ خپور کړی و.

د کانونو برخې کارپوه، سیدزمان هاشمي څرګندوي:« افغانستان یې د تیلو له مخې له سعودي عربستان سره پرتله کړی وو، دا چې هغه هېواد د تیلو لوی تولیدوونکی دی، افغانستان کولی شي چې د لیتیمو لوی تولیدوونکی وي.»

په تېر یوه کال کې د هېواد په کانونو کې د پانګونې د جلبولو لپاره د افغان حکومت له هڅو سره په یو وخت، د لیتیم په کانونو کې د امریکا د پانګونو د جلبولو لپاره د افغان حکومت د هڅو په اړه هم رپوټونه خپاره شوي دي، خو تر اوسه روښانه نه ده چې امریکایان د افغانستان د لیتیم په کانونو کې پانګونې ته لیوالتیا لري که نه؟

د یاد وزارت ویاند وايي تر اوسه په هېواد کې د لیتیمو د کانونو په اړه هراړخیزې څیړنې نه دي شوې، خو ښايي په هغو ولایتونو کې چې د مالګې کانونه پکې دي د لیتیم کان هم وي

شریک یي کړئ