Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرنې وزارت د هېواد په ناامنو سیمو کې د زعفران کرکېله پراخوي

د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې د دغه وزارت د پروګرامونو پر بنسټ د زعفرانو کېښت او حاصل به د هېواد په ناامنو ولایتونو کې ډېر شي.

د زعفرانو کښت چې مخکې یوازې په هرات کې دود وه، اوس‎مهال د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې کرل کېږي.

ښاغلي رستمي څرګنده کړه چې سږکال به د زعفرانو څه باندې ۲۴۰ ټنه پياز په ټول هېواد کې د زعفرانو کروندګرو ته ووېشل شي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، تر راتلونکو درېیو کلونو به په هېواد کې هرکال د زعفرانو حاصل څوارلسو ټنو ته ورسېږي.

ښاغلي رستمي په دې اړه وویل:«په هغو ولسوالیو کې چې ناامني ده موږ د زعفرانو تولیدات لرو. د بېلګې په توګه په ختیځو ولایتونو کې د ننګرهار، پکتیا، پکتیکا،لوګر او همدارنګه په ټولو ولایتونو کې د هېواد په لوېدیځ کې فراه، غور او بادغیس کې موږ د زعفرانو کښت لرو. په دې لړ کې ننګونې نشته.»

بل پلو د کرنې کارپوهان وايي، په هېواد کې د کوکنارو د کر د مخنیوي لپاره د زعفرانو کر یو مناسب بوټی دی او حکومت باید د دې صنعتي قیمتي بوټي د ترویج لپاره پراخه پروګرامونه پلي کړي.

د کرنیزو چارو کارپوه محمدیاسین فرهمند وايي:«د هېواد په ناامنو سیمو کې باید د زعفران کښت ډېر دود شي. د دغو سیمو یوه ستره برخه د زعفرانو د کښت لپاره مناسبه اب او هوا لري او د زعفرانو د کښت له دود سره کولای شو له یوې خوا په دغو سیمو کې دندې رامنځته کړو او له بلخوا د کوکنارو د کښت پر ځای د زعفرانو کښت ځای ناستی کړو.»

د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي، دوی د زعفرانو لپاره د بازارموندې په برخه کې پر نړیوالو بازارانو کار کوي.

د دې وزارت د شمېرو پر بنسټ تېر کال له راټولو شویو ۱۰ اعشاریه ۶ ټنو تر دې دمه اته ټنه یې له هېواده بهر صادر شوي دي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي څرګنده کړه چې سږکال به د زعفرانو څه باندې ۲۴۰ ټنه پياز په ټول هېواد کې د زعفرانو کروندګرو ته ووېشل شي.

شریک یي کړئ