Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرکر، دودکش او د غوري سمنټو کانونو نامالومه برخلیک

د یو نیم کال په تېرېدو سره اوس هم د بغلان د غوري سمنټو، دودکش او کرکر کانونو برخلیک نه دی روښانه شوی.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، د کانونو د وضیعت په اړه څېړنې روانې دي او د اقتصاد عالي شورا ته د څېړنو د پایلو له سپارلو وروسته به د کانونو په اړه پرېکړه وشي.

بلخوا له طبیعي سرچینو د څار شبکې مسوولین د کرکر او دودکش  کانونو د وضیعت په اړه اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې ډېر ژر د دغو کانونو برخلیک روښانه کړي.

د کرکر دودکش ډبرو سکرو کان او د غوري سمنټ کان ۱۳۸۵ لمریزکال یو خصوصي شرکت ته په قرار داد ورکړل شوي وو خو له یو کال وروسته حکومت له تړوني شرکت سره د دې له امله تړون لغوه کړ چې نوموړي شرکت له قانون سرغړونه کوله.

خو ویل کېږي چې تراوسه د دغه کان برخلیک مالوم نه‎دی.

د کانونو او پټرویلم وزارت مسوولینو وايي، چې اوس‎مهال پر دې کان فني ډلې کار کوي چې دغه کان ته څومره زیان رسېدلی دی.

دوی وايي چې د څېدنو په پای کې به دوی یو رپوټ اقتصادي شورا ته واستوي او له مخې به يي هغوی پرېکړه وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په دې اړه څرګنده کړه:«هغه شرطونه چې په کانونو او د تړون د عقد پر مهال دي، هغوی باید بشپړ شي؛ که‎چېرې دا موخه ترلاسه نه‎شي، یوه لېږدېدونکې پروسه لري چې په هغې پروسه کې، حقوقي او اقتصادي ډلې کار کوي چې د هغه له زیانونو رپوټ ولرو.»

له دې ټولو اندېښنو سره سره دغه کان ته د حکومت نه لاسرسي له امله ښايي اوس‎مهال په دغه کان کې ناقانونه کېدنه دوام ولري.

د هېواد پرطبیعي زېرمو د څار شبکې مسوولین وایي، د دودکش او کرکر کانونه په ناقانونه توګه یو خصوصي شرکت ته په قرار داد ورکړل شوي وو او حکومت باید ژر تر ژره په دې اړه پرېکړه وکړي.

پر طبیعي زېرمو د څار شبکې غړی ابراهیم جعفري په دې اړه وویل:«له بده مرغه په دې موده کې، له دغو کانونو د ډبرو سکاره د سیمه‎ييزو زورواکو له خوا په ناقانونه توګه ایستل کېدل.»

د کانونو او پټرویلم وزارت د مالوماتو له مخې اوس مهال د ۱۴ قرار دادونه چې ستر کانونه هم په‎کې شامل دي د ځينې ستونزو له امله يي چارې په ټپه ولاړې دي.

د مسولینو پرخبرد د کانونو وزارت هڅه کوي چې ددغو کانونو برخلیک مالوم او کان ایستنه په قانوني بڼه پيل شي.

شریک یي کړئ