Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کلیوالي اقتصاد د پراختیا لپاره سل میلیونه ډالر ځانګړي شوي

د کلیوالي اقتصاد د پراختیا ملي پروګرام مسؤلین وايي د نړیوال بانک له مرسته شویو پیسو به سل میلیونه ډالر دې پرواګرام ته ځانګړي کړي. 

نړیوال بانک په دې وروستیو کې ۴۰۳ میلیونه ډالر د مرستې اعلان وکړ. 

د کلیوالي اقتصاد د ملي پروګرام رییس رحمت الله قریشي وايي دا پروګرام به په کلیوالو سیمو کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره په پنځو کلونو کې بشپړ شي. 

هغه وویل، ټولې به ۵۰۰زره مېرمنې له دې پروژې ګټه واخلي. 

قریشي وړاندې زیاته کړه: «موږ لومړی په کلیو کې د خلکو بنسټونه جوړو، چې سپما به کوی او غیر رسمي بانک غوندې به وي، چې کلیوال وکولی شي له دوی پور وکړي، دویم ګام کې تولیدي ډلې جوړو، په کلیو کې مېشت پانګوال څنګه خپلې پانګې ته پراختیا ورکولی شي، درېیم ګام کې د هغوی لپاره د پور اخیستو زمینه برابروو.»

د کلیو پراختیا وزارت مسؤلین وايي دوی به لومړی په ۳۴ ولایتونو کې په پنځو زرو کلیو کې د ښځو ټولنې جوړې کړي. 

تر اوسه په بامیانو، ننګرهار، بلخ او پروان کې د ښځو ټولنې جوړې شوې دي. 

د بامیان ولایت اوسېدونکې فاطمه رضايي وايي: «زموږ ډله کې لس مېرمنې وې، زه بازار ته تلم، کتل مې چې څه شی بازار لري، بازار کې به مې ټوکر اخیست او دوی ته به مې را ووړ ورته ویل به مې، چې هماغه ډول جامې وګنډي، دغسې مو کار پرمختګ وکړ.»

د ننګرهار اوسېدونکې مزار بې بې په دې اړه وویل: «د نورو له کارو بې غمه شوم، له دې غواو سره مصروفه شوم، اوس ډېره خوشاله یم.»

د دې پروګرام پلي کوونکي وايي د داسې پروژو له لارې غواړي مصرفوونکي کلي په تولیدوونکو کلیو بدل کړي.
 
شریک یي کړئ