Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندهار لپاره ۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تصویب شوه

د کندهار د ۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د ولسي جرګې په عالي اقتصادي شورا کې تصویب شوه.

د مالیې وزارت ویاند وايي چې د دغې پروژې له دوه ګټوونکو شرکتونو سره د دغه تړون له لاسلیک سره د دغو پروژو کار به ډېر ژر پیل شي.

اخوا د برېښنا شرکت وايي چې د دغې پروژې له ګټې اخیستو وروسته به، تولید شوې لمریزه برېښنا د کندهار صنعتي پارکونو ته ووېشل شي.

د مالیې وزارت ویاند وایي چې د اقتصاد د عالي شورا په شلمې غونډه کې د خصوصي او دولتي برخې په ګډې پانګونې سره د  کندهار ولایت د لمریزې برېښنا د تولید پروژه د هلمند ولایت د زمینداور د کانال پر جوړېدو او په  کابل ښار کې د واټونو تر څنګ د تم‎ځایونو پر جوړېدو بحث شوی چې له دې ډلې د کندهار د لمریزې برېښنا د تولید د پروژې تړون له دوو ترکي او افغاني شرکتونو سره تایید شوی دی.

 نوموړی د دغو پروژو لګښت چې د تړونونو له لاسلیکولو وروسته په راتلونکې یوه کال کې عملي کېږي ۳۹ مېلیون ډالره بولي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم‎زي څرګنده کړه:«د دغې پروژې له لارې موږ کولای شو د حرارتي برېښنا پر ځای، له لمریزې برېښنا چې د هغه بیه هم کمه ده، استفاده وکړو. دویمه دا چې دا یوه کورنۍ او موږ کولای شو چې خپل پانګوال دې ته وهڅوو چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.»

اخوا د برېښنا شرکت وایي چې په کندهار کې د  دیرش مېیګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه  د کندهار هوايي ډګر ته نېږدې په ۳۰ جریبه ځمکه کې عملي کېږي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي په دې اړه وايي:«د دغې پروژې برېښنا یوازې کارخونو او د ورځې له خوا چې د کندهار په شوراندام کې تاسیس شوي،تأمینېږي. که‎چېرې تولیدي برېښنا د دغو کارخونو له اړتیا ډېره وي، د ښار په نورو برخو او نورو سوداګریزو مرکزونو کې به هم برېښنا تولید شي.»

د برېښنا شرکت د مالوماتو له مخې د کندهار د لمریزې برېښنا د پروژې قراردادي شرکتونه مکلف دي چې ددې پروژې له نهه دیرش مېلیون ډالرو ټولټال لګښت څخه پنځه ویشت مېلیون ډالره پر دې پروژې ولګوي او پاتې پیسې به د حکومت له لوري ورکړل شي.

شریک یي کړئ