Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سوداګر د هېواد ځڼغوزو لپاره نړیوال بازار غواړي

په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې یو شمېر سوداګر وایي چې سږ کال څه باندې ۴۰ زره ټنه ځڼغوزې د دغو ولایتونو بازارونو ته راوړل شوي دي، خو نړیوال بازارونو ته یې په مستقیم ډول نه شي صادرولی.

سږکال د هېواد په سوېل ختیځ ولایتونو کې د ځڼغوزو د حاصلاتو زیاتوالي سره په بازارونو کې د دې میوې بیه هم لوړه شوې ده.

خو د ځنغوزو یو شمېر سوداګر وايي، سږ د ځڼغوزو د صادراتو په برخه کې د ستونزو له کبله دغه میوه په کمې بیې سره د پاکستان بازارونو ته  او وروسته نورو هېوادونو د دې هېواد په نامه صادرېږي.

پکتیا کې د ځڼغوزو سوداګر، رحمت الله مخلص څرګندوي:«غرونو سږ کال ښه حاصل ورکړی وه له لویې پکتیا چې خوست، پکتیا او پکتیکا کېږي کابو، ۴۵ زره ټنه ځنغوزې پاکستان ته صادرې شوې او له پاکستان ټکیر سره نورو هېوادونو او چین ته صادرېږي.»

په پکتیا کې د ځڼغوزو سوداګر غلام حضرت مخلص وايي:«موږ ډېره توره ځڼغوزه لرو که دولت همکاري وکړي او د سوداګرۍ خونې همکاري وکړي او ښه پروسس شي نو موږ به یې خارج ته صادر کړو، خو اوس په قاچاقي توګه صادرېږي.»

بلخوا په خوست ولایت کې د ځڼغوزو صادرونکې ټولنې مسوولین وايي، د پاکستان د بازارونو د بدیل نشتوالي له امله د دغو ځڼغوزو ډېری برخه يي پاکستان ته په قاچاقي ډول ځي.

د ځڼغوزو د صادرونکې ټولنې مرستیال، انارګل زیاتوي:«چین د ځڼغوزو نړیوال مارکیټ دی چې موږ ورسره رسمي قرارداد نه لرو او موږ هیله لرو چې ولسمشر دا قرار داد وکړي او موږ چین او نورو اروپايي هېوادونو ته یې صادر کړو، بل دا چې موږ سړې خونې نه لرو او باید چې په لږ وخت کې یې په کمه بیه خرڅ کړو.»

نصیر عالم میر، د خوست ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر په دې اړه وايي:« سږکال مو کابو ۱۰ زره ټنه جڼغوزې درلودې ښه بازار یې درلود او ښه عاید یې هم درلود کابو ۲۰ او ۲۵ مېلیونه ډالره درلود، خو په قانوني توګه نه صادرېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې خوست ولایت کې د ځڼغوزیو یو شمېر سوداګر وايي، پاکستان د افغانستان له ځڼغوزیو ډېری ګټه ترلاسه کوي.

نواب امیرزی:«شپږ مېلیون ډالر له افغانستان دولت ته ورکړل شي، خو له بده مرغه په یوه کیلو هم نه محصول اخیستل شوی او نه هم بیلانیس و رکړی شوی د ثابتې مالیې لپاره چې مستوفیت یې واخلي، خو هیله ده چې دولت پام وکړي او صادرات په سمه توګه مدیریت شي.»

دوی زیاتوي، که څه هم د دغو ولایتونو په بازارونو کې د ځنغوزو کار او بار ښه روان دی خو بیا هم د ځنغوزو د صادراتو په برخه کې ستونزې شته دي.

zanghoze

د لویي پکتیا د ځنغوزیو سوداګر وايي چې سږ کال یې حاصل ډېر ترلاسه کړی، خو سړې خونې نلري او ځکه دا وچه مېوه په کمه بیه پلوري

شریک یي کړئ