Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سپایس‎جېټ هوايي شرکت کابل ته د کارګو الوتنې پیلوي

هندي هوايي سپایس جېټ شرکت روانې اوونۍ کې اعلان وکړ چې د افغانستان سوداګریو او صنایو خونو سره د کابل ـ ډيلي ترمنځ د توکو لېږد رالېږد په اړه د راتلونکې تلې میاشتې له ۲۳مې ورهاخوا هوکړه کړې ده.

دې شرکت په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي چې د سوداګریو او صنایعو خونو سره په همکارۍ کې هره میاشت ۱۵ ټنه توکي وليږدوي.

خبرپاڼه کې راغلي دي:«سپایس جېټ د افغانستان سوداګریو اوصنایعو خونو سره په همکارۍ هره میاشت تازه، وچې مېوې، قالینې او نور توکي له کابل څخه د هند بېلابېلو برخو ته له رقابتي بیو سره لېږدوي چې د افغانستان حکومت لخوا په سب سایډی ورکړل کېږي.»

سپایس جېټ اعلان کړی دی چې دا لېږد رالېږد به د سپایس اکسپرس تر نامه لاندې پیل کړي.

خبرپاڼه کې راغلي دي:«سپایس اکسپرس چې د ۲۰۱۸ کال د سپټبر له اتلسمې په کار پیل کوي او د یوه بېل واحد په توګه به د سپایس جېت شرکت کار وي.»

دا شرکت وايي چې د کورنیو او نړیوالو لارو پوښښ په موخه یې کره پروګرام جوړ کړی دی او الوتنو موقعتونه به د ډيلي شمال، بنګلور، ګاواهټي، هانګ کانګ، کابل او امرتسر وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت تېر کال له هند سره هوايي کږلیچ پرانیست.  

سپایس جېټ هوايي شرکت وايي چې د میاشتې ۱۵زره ټنه توکي به د افغانستان هند هوايي کږلیچ له لارې دا شرکت ولېږدوي

شریک یي کړئ