Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غالب:برېښنا د مالي سقوط له خطر نه په بریالیتوب راووت

د برېښنا شرکت وايي دا شرکت تېرې شپږې میاشتې مالي سقوط سره مخ و خو اوس یې دا ستونزه حل کړې او هره میاشت ۱۰۰ مېلیونه افغانۍ خاص عاید لري.

د برېښنا شرکت مشر وایي لا هم په مېلیاردونو افغانۍ یې په خلکو پور دي.

امان الله غالب وایي د ولسمشر لومړی مرستیال او د سولې عالي شورا مشر هم د برېښنا د مصرف له اړخه پوروړي دي.

د برېښنا شرکت رییس د تجهیزاتاو د اخیستو د پنځو پروژو د لاسلیکولو په مراسمو ګې د دغه شرکت د تېر یوه کال د بریاوو او ننګونو خبرې کوي .

 نوموړی وايي چې په دغه کال کې د ضایعاتو کچه له ۷۰ سلنې کموالي سره ۳۳ سلنې ته رسېدلې ده او په وروستیو شپږو میاشتو کې د دغه شرکت له لس اعشاریه شپږ مېلیارد پورونو نه دوه اعشاریه پنځه ملیارده یې راټول شوي دي.

د کریم خلیلي دفتر وايي چې د هغه د مرستیالۍ د وخت پورونه په دولت پورې اړوند دي او باید د چارو ادارې یې ورکړي . خو د ښاغلي دوستم د دفتر د نظر په اخیستو بریالي نه شوو .

 د بریښنا شرکت رییس وايي چې له فساد سره د مبارزې به برخه کې په دغه شرکت کې سلیقه یې ګمارنې پایته رسیدلې دي او ددغه شرکت پنځه دیرش تنه رییسان او آمران د ناغیړۍ او فساد په تور تبدیل شوي دي .

د بریښنا شرکت وايي چې په وروستیو میاشتو کې ددغه شرکت د هغو څلور سوو پنځوس مشتریانو څلیرویشت ساعته بریښنا بریښنا پرې شوې ده چې د دولت جګپوړي چارواکي هم په کې شامل دي او په پلازمېنه کې د بریښنا د پرچاوۍ بپر کیدو سربیره پرچاوۍ عادلانه شوي هم دي .

  اخوا د بریښنا شرکت رییس د ترکمنستان د بریښنا د پرې کیدو په تړاو وايي چې د خبرو تر پایته رسیدو پورې به دا بریښنا د یوې بلې میاشتې لپاره هم تمدید شي ؛ خو زیاتوي تر هغه چې افغانستان  د خپلې وړ اتیا وړ بریښنا د تر لاسه کولو لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره تړلی وي ښايي په بیلابیلو علتونو د بریښنا له پریکیدو سره مخ شي .

شریک یي کړئ