Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له مالیې وزارت سره د نړیوال بانک د ۳۲۵ میلیون ډالرو مرستو تړون

د مالیې وزارت او نړیوال بانک نن(چهارشنبې د سلواغې په ۱۷مه نېټه) د د ۳۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د بلاعوضو مرستو تړون لاسلیک کړ. دا مرستې به د اقتصادي مرستو، د اداري اصلاحاتو د دوام او خدمتونو وړاندې کولو به برخه کې ولګول شي.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد تړون د ماليې وزارت د سرپرست ، ښاعلي محمد همایون قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر د رئیس، ښاغلي شوبهم چوهدري، ترمنځ لاسلیک شو.

د تړون د لاسلیک په موخه جوړو شویو مراسمو کې ښاغأي قیومي وویل:« د دریو پروژو د تمویل هوکړه لیک چې نن له نړیوال بان سره لاسلکېږي، ټولیز ارزښت یې له ۳۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو څخه زیات دی، چې د افغانستان د خلکو او حکومت اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په کتو سره  د اقتصادي ودې پیاوړي کولو، د خدمتونو ښه کولو، د اداري اصلاحاتو د دوام لپاره به ولګول شي.»

ده زیاته کړې:« د دې مالې بستې له جملې څخه به ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالره د کارموندنې، ۵۰ میلیونه امریکاي ډالره په ښارونو کې د پانګونې په پروژو او ۷۵ میلیونه امریکاي ډالر به  د تغییر پروژې ته ځآنګړې شي. د نړیوال بانک له ارزښتمندې مرستې څحه چې د یادو مهمو او اساسي پروژو د تمویل لپاره یې کړي مننه کوم.»

په دې د مالي مرستو په نوې کڅوړه کې لاندې برخې شاملې دې:

ټاکل شوې ده، چې د دغې وړیا مالي مرستې؛ ۲۰۰ میلیون ډالره د کارموندنې پروژې ته ځانګړې شي چې په ډېرو زیانمنو سیمو کې به داخلي بې ځایه شوو او راستنېدونکو اړمنو کډوالو ته د اقتصادي فرصتونو یو پیاوړی او مناسب چاپېریال رامنځ ته شي. د دغې وړیا مالي مرستې ۱۵۰ میلیون ډالره د نړيوالې پراختیا ادارې (د نړۍ تر ټولو بې وزله هيوادونو ته د نړیوال بانک د مالي سرچینو چمتوکوونکې څانګې) ونډه او ۵۰ میلیون ډالره یې د افغانستان د بیا رغونې صندوق ونډه ده، چې د ۳۴ نړیوالو تمویل کوونکو په استازیتوب یې مشري د نړیوال بانک په غاړه ده.

همداراز ټاکل شوې ده، چې د دې وړیا مالي مرستې ۵۰ میلیون ډالره په ښارونو کې د پانګونې پروژې ته د دوامداره پراختیا او د ۹ ولايتونو په مرکزونو کې د ژوند لپاره د ښه چاپېریال او شرایطو رامنځته کولو په موخه ځانګړې شي، چې په ولایتونو کې د ښارواليو د ظرفیت لوړولو، د مدیریت ښه کولو او د زېر بناوو رامنځ کولو له لارې به ولګول شي. د دغې وړیا مالي مرستې ۲۵ میلیون ډالره نړیوال بانک پورې اړوند د نړیوالې پراختیا ادارې ونډه او ۲۵ میلیون ډالره نورې مرستې يې د افغانستان د بیا رغونې صندوق ونډه ده.

همدارنګه د یادې وړیا مالي مرستې پاتې ۷۵ میلیون ډالره د افغانستان دولت د بشري ځواک او اداري اصلاحاتو ته (د تغییر پروژه) ځانګړې کېږي، چې د وزارتونو او اړوندو دولتي ادارو د ظرفیت لوړولو په موخه به ولګول شي. د دغه وړیا مالي مرستې ۲۵ میلیون امريکايي ډالره نړیوال بانک پورې اړوند د نړيوالې پراختيا ادارې لخوا او پاتې ۵۰ میلیون امريکايي ډالره يې د افغانستان د بیا رغونې صندوق لخوا ورکول کېږي.

له بلې خوا په دې مراسمو کې د افغانستان لپاره نړیوال بانک رییس، شوبهم چوهدری وویل:«اوس مهال کاري موکو ته د افغانستان د خلکو اړتیا زیاته ده، په ځانګړې توګه هغه کسان چې له بهره بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. دا د مالي مرستو ژمنه د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په دولتي ادارو کې او همداراز د پالیسو پراختیا او ښې پلې کېدو کې مرسته کوي.»

د دې مرستو ۷۵ میلیون ډالره د بشري سرچینو د اصلاحاتو او دولتي ادارو(د بدلون پروژې) لپاره په ځانګړې توګه د وزارتونو د ظرفیتونو د لوړولو په موخه وکارول شي

شریک یي کړئ