د مالیې وزارت چارواکي وايي چې د سږني مال کال په څلورو لومړنیو میاشتو کې، څه باندې ۲۲ سلنه پراختیايي بودیجه لګول شوې ده.
د مالیې وزارت د شمېرو له مخې د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په منځنۍ توګه ټولو بودیجهيي بنسټونو له ۱۲۴ مېلیارده افغانیو پراختیايي بودیجې څخه یوازې ۲۸ مېلیارده افغانۍ لګولې دي.
د دغه وزارت ویاند وايي د سږکال د بودیجې د لګولو لپاره وخت پنځوس سلنه د کال په لومړیو شپږو میاشتو او نوره د مالي کال تر پایه ټاکل شوی دی.
د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي په دې اړه وویل:«زموږ د سیسټم وروستیو شمېرو ته په کتو سره د حکومت په کچه د پراختیايي بودیجې لګښت څه باندې ۲۲ سلنه دی او د عادي بودیجې لګښت کابو ۲۸ سلنه دی چې د تېر کال په پرتله په یوه ښه لګښت کې یوو چې دریارلس سلنه زیاتوالی ښيي.»
له بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د بودیجې په لګولو کې د انډول ترڅنګ د هېواد په پراختیايي بودیجې په لګولو کې پر لازیاتې روڼتیا ټینګار لري.
د پوهنتون استاد قیس محمدي په دې اړه څرګنده کړه:«کهچېرې موږ وکړای شو بودیجه په متواتره توګه تطبیق کړو او په تدریجي توګه یې تطبیق کړو، څرګنده کړه چې د پروژو پر کیفیت اغېزه لري؛ د تطبیق شویو موادو کیفیت لوړوي، د پروژو اغېزه زیاتوي او د حکومت او خلکو ترمنځ واټن هم کموي.»
د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره له ۳۹۹ مېلیارد افغانیو بودیجې څخه کابو ۲۷۵ مېلیارده افغانۍ عادي بودیجه او ۱۲۴ مېلیارده یې پراختیايي بودیجه ده.