Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مالیې وزارت: زمېنس الماني شرکت هېواد کې پانګونه کوي

د مالیې وزارت وايي ټاکل شوې ده چې د زمېنس الماني شرکت په افغانستان کې پانګونه وکړي.

 د دغه وزارت په وینا، د سویس په ډاووس ښار کې د اقتصاد نړیوالې غونډې په څنډه کې د زمېنس له الماني شرکت سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې دا شرکت په افغانستان کې له ټکنالوژۍ په ګټنې، د تل‌پاتې پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي.

د انرژۍ د تولید د بېخ بنسټونو د جوړولو او بیارغولو په برخه کې همکارۍ او له منځنۍ اسیا څخه سوېلي اسیا ته د برښنا د لېږد پر مرکز د افغانستان د بدلېدو طرحه هغه پلانونه دي چې دا نړیوال شرکت به په کې همکاري وکړي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي:«له دغه هوکړه‎لیکه په استفادې سره موږ کولای شو چې د افغانستان د غازو سرچینې وڅېړو او همدارنګه د عصري لېږد او وېش سیسټم هم رامنځټه کړو. او په ټول کې له دغې هوکړې زموږ موخه دا ده څو وکړای شو افغانستان د برېښنا د لېږد پر مرکز بدل کړو.»

اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، اړتیا ده افغان حکومت د بهرنیو مرستو د جلب په موخه هېواد ته د لویو  او معتبرو شرکتونو د راتګ لپاره زمینه برابره کړي.

دوی په هېواد کې د برېښنا د تولید د شرکتونو د سیالۍ ډګر ته د زمېنس د شرکت راتګ ډېر مهم بولي.

د اقتصادي چارو کار پوه عبدالقادر جیلاني په دې اړه څرګندوي:«د پانګونې د جلب او جذب لپاره درې ټکي مهم دي؛ په افغانستان کې د شرایطو رامنځته کول، د مالیې ورکړې روڼ سیسټم رامنځته کول، د جواز په ورکړه کې د اسانتیاو رامنځته کول او له اداري فساد سره جدي مبارزه.»

جرمني زمېنس شرکت په هېواد کې د برښنا د بېخ بنسټونو په جوړولو کې پوره تجربه لري. د میدان وردک ولایت د چک د برښناکوټ چې له جګړو وړاندې کلونو کې یې د کابل یوه برخه برښنا تولیدوله، د پلخمري د برښنا پروژه، د سروبي د اوبو رسونې پروژه او د هېواد د برښنایي وسایلو د تولید  فابریکه، له هغو مهمو پروژو دي چې په افغانستان کې د زمنس د شرکت په مرسته پلي شوي دي.

د مالیې وزارت د سویس په ډاووس ښار کې د اقتصاد نړیوالې غونډې په څنډه کې د زمېنس له الماني شرکت سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې دا شرکت په افغانستان کې له ټکنالوژۍ په ګټنې، د تل‌پاتې پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي.

شریک یي کړئ