Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مرکزي بانک:د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ټیټېدل لنډمهاله دي

د افغانستان بانک مسوولینو د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې په ۲۰ مه)  وویل چې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت کمېدل د لنډمهال لپاره دي او ډېر ژر به افغانۍ د هېواد په بازارونو کې خپل ارزښت لوړ کړي.

دوی زیاتوي چې په تېر یوه کال کې د توکو د بیو د لوړوالي د مخینوي په پار د هېواد بازارونو ته دوه مېلیارده او ۲۰۰ مېلیون ډالره عرضه شوي دي.

سره له دې چې د افغانستان بانک د افغانۍ د ثبات لپاره په کال کې په منځنۍ کچه تر دوو مېلیاردو ډالرو بازارونو ته وړاندې کوي؛ خو هر کال افغانۍ د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

 په وروستیو څو ورځو کې یو ډالر په ۷۰ افغانیو او ۵۰ پولو تبادله شو چې دا بیه په افغانستان کې بې مخینې ده.

د افغانستان بانک وايي چې د دغه بانک له خوا بازارونو ته د ډالرو د اضافي افغانیو د راټولو او د پړسوب د کنټرول په موخه وړاندې کېږي او دغه بانک په تېرو کلونو کې توانېدلې دی چې د افغانستان د ثبات لپاره د پيسو اړینه تګلاره پلې کړي.

د افغانستان بانک د پولي سیاست عمومي امر سید اسحاق علوي وايي:«خلکو په مصنوعي توګه د ډالر له بیې یو علامه جوړه کړې. هغه څه چې د خلو د پېر په ځواک اغېزه لري، هغه څه چې د مصرفوونکو د سوکالۍ پر وضعیت اغېزه لري، کورنۍ بیې دي.»

اخوا په بازارونو کې د ډالرو او یو شمېر نورو بهرنیو اسعارو خورا ډېر چلښت او د هېواد د سوداګرۍ د بیلانس لوی کسر د دې لامل شوی چې د ډالرو او یو شمېر نورو اسعارو لوړوالی په بازارونو کې د توکو پر بیو اغېز ولري او دا کار تر ډېره بې وزله او هغه کسان چې ثابت عاید لري زیانمنوي.

 د شهزاده سرای یو شمېر صرافان وايي چې د هېواد په بازارونو کې د ډالرو بیه په دغو بازارونو کې په عرضې او تقاضا پورې تړلې ده.

د شهزاده سرای د صرفانو د ټولنې مرستیال سید پرویز څرګنده کړه:«اصلي لامل چې افغانۍ ټیټه او لوړېږي، عرضه او تقاضا ده.»

اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په هېواد کې د بهرنیو اسعارو چلښت یوازینی هغه لامل بولي چې په نورو اسعارو په تېره بیا ډالرو پورې د بازارونو د تړل کېدو لامل شوی دی.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد حسیب الله موحد په ډاګه کړه:«که‎چېرې د بهرنیو اسعارو ارزښت د اساس کال پر بنسټ وارزوو، کابو ۱۹ سلنه ټیټ شوی چې زموږ اساس کال ۱۳۹۴ لمریز کال دی.»

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د افغانستان بانک باید د اوسنیو ستونزو د هواري لپاره په هېواد کې د افغانۍ پر ترویج سربېره پر خپلو سیاستونو هم له سره غوروکړي.

 دوی وایي چې اوس‎مهال په هېواد کې بهرني اسعار د افغانیو په څېر په راکړه ورکړه کې کارول کېږي او د کلدارو، تومانو او یو شمېر نور اسعارو پر چلښت هېڅ ډول محدودیت نشته.

شریک یي کړئ