Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مرکزي بانک له خلکو غواړي چې بهرني اسعار ونه کار وي

د افغانستان مرکزي بانک، په نړیوالو بازارونو کې د کلدارو او تومانو شدید هسک او ټیټ کېدل، په پام کې نیولو سره غواړي چې له دغو پیسو په راکړه ورکړه کې ونه کار وي.

د مرکزي بانک چارواکي وايي چې د بهرنیو اسعارو د تبادلې په نرخ کې بدلون، د دغه بانک له کنټرول څخه بهر دی، او دا بانک د هغو کسانو په وړاندې چې د کلدارو او تومانو په تبادلې کې زیان ویني، ځواب ویونکي به نه وي.

مرکزي بانک که‎څه هم تراوسه نه پوهېږي چې دم‎ګړۍ د هېواد په اقتصاد کې په کومه اندازه کلدارې او تومان په دوران کې دي. خو مني چې اوس هم د هېواد په څه باندې ۱۳ ولایتونو کې پاکستاني کلداره او په ځينو لوېدیځو ولایتونو کې ایراني تومان په ورځنۍ راکړه ورکړه کې کارول کېږي.

د بانک د پیسو د سیاست مشر سیداسحاق علوي په دې اړه طلوع نیوز ته وايي:« زه غواړم چې هېوادوالو ته ووایم هغه کسان چې د ګاوڼدیو هېوادونو له اسعارو استفاده کوي، د بهرنیو اسعارو د استفادې پر ځای په خپلو ورځنیو راکړې ورکړې کې، له افغانیو کار واخلي. ځکه چې د بهرنیو اسعارو په تبادله کې هسکوالی او ټیټوالی زښت زیات دی او هغوی زیانمن کېږي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د هېواد پولي سیاست کمزوری بولي او زیاتوي د افغانستان بانک باید پر پولي سیاست د بیاکتنې ترڅنګ د افغانۍ د دودولو لپاره جدي پروګرامونه ولري.

د یوه خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد رومل اتل په دې اړه وايي:«مرکزي بانک د دې له امله چې کارکوونکي یې په ولایتونو کې په سمه توګه کار نه کوي، ناتوانه دي چې دا ستونزه حل کړي، په داسې حال کې چې د دغه بانک مکلفیت د افغانیو د ثبات ساتل او په هېواد کې د هغه دودول دي.»

اخوا د افغانستان بانک له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرو زیاتې اړیکې او په سوداګریز بیلانس کې کسر په هېواد کې د افغانیو پر وړاندې لوی خنډ بولي. د افغانستان بانک په وینا اوس‎مهال د هېواد په اقتصادي بازار کې ۲۲۶ مېلیارده افغانۍ په چلند کې دي.

مرکزي بانک مني چې اوس هم د هېواد په څه باندې ۱۳ ولایتونو کې پاکستاني کلداره او په ځينو لوېدیځو ولایتونو کې ایراني تومان په ورځنۍ راکړه ورکړه کې کارول کېږي.

شریک یي کړئ