تمه کېږي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني هند ته د رسمي سفر په درشل کې، د دغه هېواد له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره لیدنه وکړي او د دوه اړخیزه او چابهار بندر په اړه به هم سره خبرې وکړي.
د هندي رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، د هند او ایران ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا د دغو دوو مشرانو د خبرو اترو د اجنډا بله برخه ده.
دا په داسې حال کې ده چې حسن روحاني د جمعې په ورځ ویلي:«ایران د طبیعي نفت او ګازو له پلوه شتمن دی او چمتو دی چې خپلې طبیعي سرچینې د پرمختګ لپاره له هند سره شریکې کړي.»
د هوکړهلیک پر نبسټ، هند د ایران په سوېل ختیځ کې د چهابهار بندر د تجهیزاتو د تامین لپاره، ۸۵ مېلیونه ډالره پانګونه به وکړي.
له دې سره جوخت، روحاني د جمعې په ورځ په خپله وینا کې د چابهار بندر د اوبو د اهمیت په اړه ټینګار وکړ او وې ویل چې دا لاره، د ایران، افغانستان، هند او د مرکزي اسیا او اروپايي نورو هېوادونو ته د ټرانزیټ لاره به پرانیزي.
اخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، له چابهار نه په استفاده به د هېواد صادرات نه یوازې د هند بلکې خلیج او افریقايي هېوادونو ته ورسېږي.
وزارت وایي، د افغانستان صادراتي توکي د هند له لارې ان ګاونډیو هېوادونو ته هم صادرېدلای شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ټرانزيټ رییس سید یحيا اخلاقي د ایران رسنیو ته ویلي دي پرېکړه یې کړې ده چې خپل توکي د چابهار بندر له لارې صادر کړي.
ښاغلي اخلاقي په دې اړه زیاته کړه:«دغه بندر نه یوازې د هند بازار ته،بلکې د عربي هېوادونو بازارونو ته هم زموږ د لاسرسي زمینه برابر هوي.»
اخوا په کابل کې د نړیوالې سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین که څه هم د چابهار بندر له لارې د هېواد سوداګریزه راکړه ورکړه مهمه بولي خو وايي پر ایران د لویدېځ بندیزونو ته په پام سره اړتیا ده چې په دې برخه کې نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته وکړي .
په چابهار بندر کې د پراختیایي پروګرامونو زیاتېدو سره همهاله له دې لارې له هند او یو شمېر نورو هېوادونو سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا لپاره د افغانانو لېوالتیا زیاته شوې ده .
بل پلو د اقتصادي چارو یو شمېر کار پوهان وايي، هند هڅه کوي چې خپل صادرات د چابهار بندر په مرسته د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته ورسوي.
تمه کېږي چې دغه بندر د ۲۰۱۸ کال تر پایه په بشپړه توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي؛ ځکه چې نوی ډیلی د بندر په شاوخوا کې د ازادۍ سوداګرۍ پراختیا ته ژمن دی.
د تېر زیږدیز کال په اکټوبر کې، هند د چابهار له لارې ۱۵ ټنه مرسته شوي غنم افغانستان ته واستول.