Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍوال سازمان: افغانستان کې بې کاري اندېښمنوونکي ده

د کار نړۍوال سازمان وايي د بېلابېلو بنسټونو د موندونو له مخې افغانستان د نړۍ په سطحه د ډېرو بې کاره کسانو لرونکی هېواد دی. 

په افغانستان کې د دې سازمان مشر منضور خالق وايي، د وزګارتیا کچه د پنځه ویشتو تر پنځه دېرشو سلنو په منځ کې راڅرخېږي او دا شمېرې ښيي چې افغانستان په نړۍ کې له ټولو ډېر وزګاره کسان لري.

هغه وايي، حکومت باید د دې ستونزې د حل لپاره لازم پروګرامونه عملي کړي: «اوسنی حالت مناسب نه دی، په دې برخه کې حکومت باید لازم پروګرامونه پلي کړي، چې خلکو ته کاري زمینې برابرې شي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، حکومت په هېواد کې د بیکارۍ ستونزې د له منځه وړو لپاره هڅه کوي.

د دې وزارت وزیر فیض الله ذکي وايي، بېکاري شته، خو باید حل لارې ورته وموندل شي: «یوه لار يې دا ده چې ځوانان د پانګونې او کاروبار د پیلولو په برخه کې د وړتیاو ښوودلو ته وهڅول شي.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي مشر عتیق الله نصرت وايي، په کاري زمینو کې د ځوانانو د جذب لپاره خصوصي برخې هم همکارې دي. 

هغه وویل: «د خلکو د په کار کولو لپاره، په تېر بیا د ځوانانو لپاره په نړۍ کې د نویو شته نمونو څخه باید کار واخیستل شي، چې سلګونه زره کسان اوس بېکاره دي، وکولی شي په کار کې برخه واخلي، په دې برخه کې خصوصي برخې هم همکارې دي.»
 
په هېواد کې د اوسنۍ بې کارۍ تر څنګ، د معلوماتو پر بنسټ هر کال نږدې ۴۰۰زره تازه بشري ځواک بازار ته وړاندې کېږي.
 
شریک یي کړئ