د هرات ولایت د کرنې او اوبو ریاست مقام وايي چې سږکال د دغه ولایت د انګورو په حاصلات کې د تېر کال په پرتله ۱۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د هرات د کرنې ریاست مسلکي مرستیال بشیراحمد احمدي وايي چې سږکال څه باندې ۱۳۵ زره ټنه انګور حاصلات لرل.
د هرات د کرنې ریاست مسلکي مرستیال بشیراحمد احمدي په دې اړه زیاته کړه:«سږکال د بڼوالۍ وضعیت ډېر ښه دی. په ټول کې موږ څه باندې اته زره هکتاره ځمکه کې د انګورو بڼونه لرو، او زموږ د سږکال تولید به کابو ۱۳۵ زره مټریک ټنه وي.»
د هرات بڼوالان وايي چې څه باندې ۱۲۰ ډوله انګور په دغه ولایت کې تولیدېږي چې د دغې مېوې ډېری ډولونه له هېواده بهر ته صادرېږي.
د دغو بڼوالانو په وینا، د هرات د انګورو ډېری تاکونه د دغه ولایت په انجیل، ګذره، پښتون زرغون او اوبه ولسوالیو کې دي.
یو شمېر بڼوال د بازار او سړو خونو نشتوالی او همداراز له دوی سره د حکومت د ژمنو له نه عملي کېدو شکایت لري.
بڼوال ګل احمد احمدي وايي:«هوايي ډګر دا وړتیا نهلري. ولسمشر وايي چې موږ کارګو افتتاح کړی خو وايي چې الوتکه ناسته نهشي کولای او چک کولای نهشو، دا د بزګرو په زیان دی.»
بڼوال سیدرحیم سادات هم وویل:«کله چې ولسمشر هرات ته راغی وې ویل چې د لاجوردو لار افتتاح کوو او ستاسو مېوې اسیايي هېوادونو ته صادروو له بده مرغه تراوسه هېڅ کار نه دی شوی.»
خو د هرات سیمهيیز چارواکي وايي حکومت هڅه کوي چې د دغه ولایت یوه اندازه تازه مېوې د لاجورد او هوايي دهلیز له لارې له هېواده بهر ته صادرې کړې.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې اړه څرګنده کړه:«سږکال د هرات د مېوو د بڼونو د حاصلاتو د زیاتوالي شاهد وو او موږ هیله لرو چې وکړای شو د هرات د محصولاتو څو چوپې د لاجورد او هوايي دهلیز له لارې سیمهییزو هېوادونو ته صادر کړو.»