Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د ځمکنیو توتو د کېښت زیاتوالی

د هرات ځايي چارواکو نن (سې‎شنبې د چنګاښ په ۱۸مه) وايي چې د هرات ولایت د هوا د مناسبوالي له امله په دغه ولایت کې ځکمني توت ښه حاصلات لري او د ځکمنیو توتو کښت مخ په زیاتوالی دی.

د هرات د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، اوس په دغه ولایت کې د ځکمنیو توتو حاصلات ګاونډیو ولایتونو ته صادرېږي او په نږدې راتلوونکي کې د دغه ولایت ځمکني توت به ګاونډیو هېوادونو ته هم صادر شي. 

په هېواد کې د ځمکنیو توتو یو تر ټولو ستر فارم په هرات ولایت کې دی.

په وروستیو پنځو میاشتو کې، د هرات له انجیل ولسوالۍ له دوه هکتاره ځمکې ۳۰ ټنه ځکمني توت راټول شوي دي. 

هرات کې د ځکمنیو توتو د یوه فارم مسوول رضا دهقان وايي:«په لومړي کال کله چې له ګاونډي هېواده ځمکني توت واردېدل هر کیلو یې ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو پلورل کېدل، زموږ د تولیداتو کچه لوړه شوه او وتوانېدو چې د وارداتو مخه ونیسو، خو اوس یو کیلو ۵۰ تر ۶۰ افغانیو پلورل کېږي.»

د هرات د کرنې ریاست مسوول عبدالصبور رحماني وايي چې ځمکني توت، په دغه ولایت کې نوي د کرنې برخې ته راغلي او د دغه بوټي لپاره د هرات هوا مناسبه ده.

هغه زیاته کړه:«ځمکني توت هرات ته په څلورو فصلونو کې راغلي چې کولای شو په ښه کیفیت سره په ګلخانو کې محصول تولید کړو چې نه یوازې په هرات ولایت کې د هغه طرحې له مخې چې لرو په دې فکر کې یوو چې موږ وکړای شو د دغه کښت له پراختیا له دوه کلونو وروسته وکړای شو د ځمکنیو توتو صادرات له هېواده بهیر ته هم تر لاس لاندې ونیسو.»

د هرات د ځمکنیو توتو په فارمونو کې ډېری کروندګر مېرمنې دي.

یوه له دغو مېرمنو صفیه وايي:«موږ ۲۰ تنه ښځې په دغې ګلخونه کې په کار بوختې یوو، ښه کار دی او زموږ لپاره ښه دی. خوشحاله کېږو چې دا ګلخونې زیاتې شي څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»

بله کروندګره شریفه علي زاده وايي:«په کور کې نور کارګر نه لرو او د خپل پلار ترڅنګ، زه هم کار کوم او زموږ د ژوند وضعیت ښه شوی دی.»

د ځمکنیو توتو د فارمونو مسوولان وايي چې د هرات د هوا د مساعد والي له امله، د ځمکنیو توتو کښت ته به پراختیا ورکړي، څو له ګاونډیو هېوادونو وارداتو ته اړتیا نه وي.

شریک یي کړئ