Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هر کال د پنځه سوه میلیونه ډالرو پر ارزښت جامې را واردېږي

که څه هم افغانستان دننه د جامو تولید په موخه د پنبې او نخو کافي اندازه تولید ته زمینه برابره شوې خو بیا هم هر کال د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د نارینه او ښځینه وو جامې له نورو هېوادونو را واردېږي.

د افغانستان لپاره لومړی چین او وروسته ترکیه، هند، ایران، کوریا او پاکستان هغه هېوادونه دي چې جامې ترې را واردېږي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان‌جان الکوزی وايي، په کور د ننه یوازې څو فابریکې موجودې دي: «له بده مرغه مو په دې برخه کې تر اوسه تولیدات نه دي لرلي، څو فابریکې لرو چې لباس تولیدوي خو ټوکر به مو له بهره راوړ، دا یو مهم صنعت دی چې تر اوسه ورته پام نه دی شوی.»

د عبیدالله په نوم یو تن چې له بهره ټوکر واردوي وايي، یوازې بوټونه دلته تولیدېږي: «د پوښاک په برخه کې افغانستان هیڅ تولید نه لري، ټول له نورو هېوادونو را واردېږي، خو بوټونه دلته تولیدېږي.»

په هېواد کې چې په لږ اندازه کومې جامې تولیدې شوې، ټوکر او نور خام مواد يې له نورو هېوادونو را وارد شوي دي. 

په پلازمېنه کې د جامونو پلورونکي وايي، د تېرو کلونو په پرتله یې د پلور کچه کمه شوې ده.

د یاسر په نوم یو تن پلورونکی وايي: «کاروبار تېرو کلونو ته په کتو خراب شوی دی، ځکه چې د خلکو اقتصاد هم خراب شوی دی.»

په همدې حال کې د جامو پېرېدونکي د جامو له لوړو بیو شکایت کوي او وايي، اړتیا ده چې حکومت په کور دننه د جامو د تولید لپاره زمینه برابره کړي.

د نذیر احمد رحیمي په نوم یو تن اخیستونکی وايي، دولت باید زموږ له خپلو خامو موادو نه کار واخلي: «په دې برخه کې باید کار وکړي، له پنبې، وړیو او نور خام توکي چې موږ لرو، باید ګټه ترې واخیستل شي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، افغانستان له دې مخکې دننه د جامو د تولید تجربه لري او اړتیا ده، چې د جامو د تولید په برخه کې له پانګې اچونې څخه ملاتړ وشي چې هېواد په دې برخه کې ځان بساینې ته ورسوي.
 
شریک یي کړئ