Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې بېکاریو کچه دوه سلنه زیاته شوې ده

د کار او ټولنیزو چارو وزیر وايي چې د لومړنیو څېړنو له مخې په هېواد کې د بې‎کاریو کچه دوه سلنې زیاته شوې ده.

فیض‎الله ذکي څرګندوي:«د څېړنو له مخې په هېواد کې د بېکاریو کچه دوه سلنې زیاته شوې ده او تاسو پوهېږئ چې کاري ځواک بازار ته راځي او دا ستونزه زیاتیږي.»

بلخوا د کارګرانو د ټولنې چارواکي څرګندوي چې حکومت باید د کارموندنې لپاره خپل پروګرامونه پلې کړي.

که څه هم په هېواد کې ځوانانو ته کارموندنه او د بې وزلۍ ختمول د ملي یووالي حکومت له مهمو شعارونو وو، خو دا دی د حکومت درې کاله وشول چې د کار او ټولنیزو چارو وزیر وايي په هېواد کې د وزګارتیا کچه دوه سلنه زیاته شوې ده.

بلخوا د کارګرانو د ټولنې چارواکي څرګندوي چې د حکومت  له هڅو سره سره وزګارتیا او بې روزګاريو کچخ مخ پر زیاتېدو ده.

دوی وایي، هر کال ۴۰۰ زره کاري ځواک بازار ته راوځي او که په هېواد کې د وزګارتیا کچه ونه نیول شي، نو راتلونکو کلونو کې به هېواد له کاري ناورین سره مخ شي.

د یادې ټولنې مشر، معروف قادري زیاتوي:«د بيکاریو په برخه کې هېواد کې ستونزې زیاتې وې او اوس دا ستونزه زیاته شوې ده، له بده مرغه چې حکومت کوم پروګرام چې اغیزمن وي نه لري تر څو د بیکاریو مخه ونیول شي، له دې امله د بیکاریو کچه مخ په زیاتوالي ده.»

وزګارتیا او د پوره کار نشتوالی په هېواد کې د بې وزلۍ له لویو لاملونو دی. یو شمېر کارپوهان د کارموندنې د لویو پروګرامونو نشتوالۍ او نا امنۍ هغه لاملونه بولي چې د هرې ورځې په تیریدو سره په دې برخه کې د ستونزو د زیاتیدو لامل کیږي.
 
د کارګرو ټولنې چارواکي وايي، سره له دې چې حکومت د کارموندنې په برخه کې هڅې کوي، خو د بیکاریو کچه مخ په زیاتېدو ده

شریک یي کړئ