Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د بانکوالۍ نوې تجربه؛ اسلامی بانکوالي د پرمختګ په حال کې

اسلامي بانکوالي په هېواد کې د بانکوالۍ یوه نوې تجربه ده؛ د خصوصي بانکونو مسوولان وايي چې دم‎ګړۍ ډېری هېوادوال د بانکوالۍ دې ډول خدمتونو ته علاقمند دي.

په هېواد کې د بانکونو د اسلامي خدمتونو یو مسوول وايي، د کار له پیله تر دې دمه اسلامي بانکنوالۍ پراختیا موندلې او په دې برخه کې اسلامي بانکوالۍ خدمتونو ته د هېوادوالو لېوالتیا هم ډېره شوې ده.
د اسلامي بانک د بازار موندنې او د سوداګرۍ پراختیا عمومي مسوول سلیم رحیمي په دې اړه وویل:«د اسلامي بانکوالۍ وضعیت ډېر ښه دی، له هغې مودې راهیسې چې موږ په کار پیل کړئ زموږ پرودونکي ډېر شوي او زموږ خدمتونه هم ورځ په ورځ د پراختیا په حال کې دي.»

د بانکونو د ټولنې رییس نجیب الله امیري وویل:«اسلامي بانکوالي د هېواد په بانکي نظام کې یوه نوې تجربه ده. تراوسه ځينې ستونزې شته، خو حکومت هڅه کوي چې دا وضعیت ښه شي.»

په همدې حال کې د اقتصاد یو شمېر کارپوهان په هېواد کې اسلامي بانکوالۍ ته د خلکو د علاقمندۍ په پام سره وايي، حکومت باید د هېواد په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې د پیسو د جذب په موخه دغه بانکنوالۍ ته پراختیا ورکړي.

 د کابل پوهنتون رییس حمید الله فاروقي څرګنده کړه:«اسلامي بانکوالي یوه بنسټیزه اړتیا ده ځکه چې موږ اسلامي ټولنه یوو او په د دې برخه کې باید ډېر کارونه وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د بانکونو ځینو مسوولینو په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ خدمتونو د دودولو لپاره په دې برخه کې د قانون او د اسلامي بانکوالۍ مدیریت لپاره د بورډ په جوړولو ټینکار کړی دی.

شریک یي کړئ