Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګې له اکثریتو رایو سره د نیمايي کال بودیجه تصویب کړه

د ولسي جرګې غړو ۹۲ نوې پروژې  چې حکومت په ځینو ولایتونو کې د ښوونځيو د ودانیو لپاره د نیمايي کال په بودیجه کې وړاندیز کړې وه رد کړه.

د دې سربېره بیا هم د ولسي جرګې ځينې غړي اداري پلاوی او د بودیجې مالي کمېسیون د نیمايي کال بودیجې سند په طرحه کې له حکومت سره په معامله تورن وي، هغه تورونه چې د مالي او بودیجې کمېسیون رییس هغه بې بنسټه وبلل.

 د نیمایي کال د بودیجې په سند کې څه باندې دولس مېلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوي دي چې په ټوله کې د مالي کال بودیجه له نویو پیسو سره څه باندې څلور سوو اویا میلیاردو افغانیو ته رسېږي.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمېسیون وايي چې د  نیمایي کال د بودجه د سند په طرح کې د بودجه کسر شپږ مېلیونه افغانۍ کم شوی دی.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون رییس محمد اعظیم محسني په دې اړه وویل:«څه باندې ۳۹۴ مېلیارده افغانۍ وې چې د نیمايي کال په بودیجه کې څه باندې ۱۲ میلیارده افغانۍ په هغه زیاتې شوې دي.»             

د مالي او بودیجې کمېسیون غړی اکبراستانکزی څرګندوي:«د بودیجې کسر چې څه باندې څوارلس مېلیارده افغانۍ وه اوس څه باندې شپږ مېلیاردو افغانیو ته رسېدلی دی.»

که څه هم  حکومت د نیمايي کال د بودیجې په سند کې د دوه نوي ښوونځیو بودجه زیاته کړې وه ؛ خو د ولسي جرګې ډېری غړي د دغو پروژو عملي کېدل نا متوازنه بولي او هغه د نیمایي کال له بودیجې لیرې کړه.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي :« څه باندې ۳۹۴ مېلیارده افغانۍ وې چې د مالي کال په نیمايي کې څه باندې ۱۲ مېلیارده افغانۍ په هغه کې زیاتې شوې دي.»

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي د نیمایي کال د بودیجې په سند کې اداري پلاوی او دغه راز د مالي چارو او بودیجې کمېسیون له حکومت سره پر جوړجاړي تورنوي.

د ولسي جرګې غړي فرهاد اعظیمي په دې اړه وویل:«د عوایدو یوه ډېره اندازه زموږ ولایتونه ورکوي خو د پروژو د عملي کولو لپاره ډېره کمه پاملرنه موږ ته کېږي.»

له دې ټولو سره سره د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمېسیون وايي دې ته په پام سره چې حکومت روان کال د پوهنې کال اعلان کړی وه د نیمايي کال په بودیجه کې یې دوه نوي؛ نوې پروژې وړاندیز کړې وې خو دا پروژې د ولسي جرګې له لوري رد شوې.

د ولسي جرګې غړي وایي  چې دا پروژې ځکه رد شوې چې انډول په کې په پام کې نه و نیول شوی.

شریک یي کړئ