د تخار ولایت د کرنې ریاست وايي چې د اوبو د کموالي او د بارانونو د بې وخته اورښتونو له امله د دغه ولایت د غنمو په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.
د دغه ریاست د چارواکو په ویاند، دا کموالی د اوبو لرونکو کښتونو پورې اړوند دی، خو د للمي کښتونه تر یوې بریده ښه وو.
د تخار د کرنې ریاست مسوولین وايي د دې ولایت ډیری کرنیزې ځمکې اوبه لرونکې دي خو د اوبو د کمښت له امله سږ کال په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله د غنمو حاصلات لږ وه.
د تخار د کرنې رییس محمد سالم ساعي په دې اړه وویل:«کهچېرې موږ پرتله کړو، سږکال د تېر کال په پرتله د غنمو حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.»
خو د تخار د کرنې رییس د للمي ځمکو د حاصلاتو په اړه خوښي څرګندوي.
هغه زیاته کړه:«خو په للمي ځمکو بارانونه ډېر ګټور وو د بېلګې په توګه د نخودو، باقلوي، نسک، ذغېر، کنجید، هندواڼې او خربوزې کښتونه ښه وو ځکه چې للمي ځمکې نرمې شوې او حاصلات زیات شوي دي.»
په همدې حال کې ځينې کرونګر وايي چې د اوبو د کموالي له امله هغوی نور کرنیز توکي لکه نخود، مۍ، نسک، ذغیر، هندواڼې او خربوزې په للمي ځمکو کې وکري.
په تخار کې بزګر محمد دایم وايي:«سږکال هېڅ هم نه لرو؛ حتا خپل مصرف مو هم پوره نه کړ حکومت باید سږکال له موږ سره مرسته وکړي.»
په تخار کې بل بزګز عبدالجمیل هم زیاتوي:«سږکال شمال لرونکي بارانونه وو، کښت یې په ځمکه کې خراب کړ سم حاصل یې ور نه کړ او زموږ غنم وراسته شول.»
د تخار کرونګر وايي دوی سږ کال په څه باندې پنځوس سلنه اوبه لرونکو ځمکو کې غنم کرلي دي، دغه کرونګر زیاتوي یو شمېر نباتي آفتونو هم د دوی حاصلاتو ته زیان رسولی دی.
نه یوازې په تخار بلکې د هېواد د شمال او لویدیځ په کابو شلو ولایتونو کې وچکالۍ خلک زیانمن کړي دي.