Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وچکالۍ هېواد کې ۶۶سلنه مالداري زیان‎منه کړې ده

د کرنې  او اوبو لګونې وزارت وایي هېواد کې وچکالیو سږ کال کابو ۶۶ سلنه مالدارۍ ته زیان رسوَلی دی.

د دې وزارت چارواکي وايي چې د وچکالۍ له کبله مالدارۍ ته زیان اندېښنه جدي ده او زیات شمېر څاروي د خوړو کمښت او نشتوالي سره مخ دي.

په ورته وخت کې طبیعو پېښو ته د چمتوالي وزارت وایي، وروستۍ وچکالۍ ۵ میلیونه څاروي له ګواښ سره مخ دي.

د پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند، محمد عمرڅرګندوي:«وروسیتیو وچکالیو بېلابېلو برخو کې منفي اغېزه کړې ده، په ځانګړې توګه دا زیان مالدارۍ ته زیاته دی چې اوس مهال کابو پنځه میلیونه څاروي له دې وچکالیو زیانمن دي.»

د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې اوسمال ‌ډیری هغه څاروي چې خواړه یې له څړځایونه برابریږي له خوار ځواکی سره هم مخ شوي دي او یو شمیر دغه څاروي له منځه تللي دي.

د دغه وزارت ویاند، اکبر رستمي وايي چې مالدرانو ته د مرستو له برابرولو سره سره د څارویو د خوار ځواکۍ اوله منځه تلو  خطر پر خپل ځای دی .

ښاغلی رستمي زیاتوي:«پرته له شکه چې د سږ کال وچکالیو مالداري زیانمنه کړې ده، خو موږ هڅه کوو تر څو ژر له مالدارو سره مرسته وکړو او دوی ته خوراکي توکي ورسوو او فارمونو ته یې مرسته وکړو، تر اوسه مو میلیونونه افغانۍ په دې برخه کې لګولي دي او نور پروګرامونه هم لرو.»

د ورکړل شویو شمیرو له مخې اوسمهال د هېواد د مالدارۍ ارزښت اوه میلیارده ډالره اټکل کیږي چې په دې منځ کې یوازې د  یې وزې  د وزو او  پسونو ارزښت شاوخوا  شل  ملیونه ډالره  کیږي .

یو شمیر کارپوهان د هېواد پر مالدارۍ د سږنۍ وچکالۍ اغیزې ډیرې له زیانه ډکې بولي.

د حکومت شمېرې ښيي چې سږکال د هېواد تر شلو زیات ولایتونه له وچکالۍ سره مخ شوي دي او په دې لړ کې د سږکال تر ټولو ډیر زیان د هېواد مالدارۍ ته وراړولې دی

شریک یي کړئ