Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکل شوې د ملي ولسي تړون ۵۰۰ پروژې ګټنې ته وسپارل شي

د ملي ولسي تړون د پروګرام له پیله یونیم کال وروسته، د دغه پروګرام د لومړنۍ بستې له پروژو نه چې ۵۰۰ پروژې دي، تر راتلونکې یوې میاشتې به ګټې اخیستو ته وسپارل شي.

د دغه پروګرام عمومي رییس وايي چې د کال تر پایه، به د زر نورو پروژو کار هم پای ته ورسېږي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د ملي ولسي تړون په پروژو کې د ۱۸۰۰ کارکوونکو سربېره، د کلیو د پراختیا شوراګانو ۱۵۰ غړي د دغو پروژو په پلي کولو کې ګډون لري.

د ملي ولسي تړون پروګرام عمومي رییس غلام رسول رسولي په دې اړه وویل:«د څه باندې ۶ زره پروژو پروپوزلونه راغلي او منظور شوي دي، او د څه باندې ۵ زره پروژو پیسې د شوراګانو حساب ته لېږدول شوي او له ۲۵۰۰ څخه د زیاتو پروژو کارونه عملاً پیل شوي. یعنې له تعیین شوي هدف څخه شاته نه یوو پاتې.»

د هېواد د ملي ولسي تړون پروګرام لس کلنه او درې مېلیاردو ډالرو په ارزښت پروژه ده او د دې پروګرام د لومړۍ برخې د اجرا په موخه تر دې دمه ۶۲۸ مېلیونه ډالر ورکړل شوي دي او له دې پیسو ۱۰۳ مېلیونه ډالر یې د کلیو د پراختیا شوراګانو ته لېږدول شوي دي.

ټاکل شوې د هېواد د ملي ولسي تړون پروګرام د لومړني پړاو تر پایه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب میاشت کې اوبو ته د لاسرسي، روغتیايي، لارې جوړولو، لمریزې برېښنا، د روغتیايي مرکزونو د جوړولو څه باندې ۲۷ زره  پروژې په ۱۲۳ ولسوالیو کې پلي شي.

د دې پروژو لس سلنه لګښت د خلکو له لوري او نور لګښت د حکومت، نړیوال بانک او وجهي صندق له لوري تمویلېږي.

د هېواد د ملي ولسي تړون پروژو د پروګرام له عملي کېدو یونیم کال وروسته د دې پروژو لومړنۍ ټولګه تر راتلونې یوې میاشتې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

شریک یي کړئ