Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان ته د مېوو صادراتو په برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې

د کابل مېوو بازار کې یو شمېر سوداګر تېره ورځ(یک‎شنبې د کب۱۳مه) راټول شوي وو او وایي د یوې میاشتې په تېریدو سره لا هم د افغان سوداګرو ستونزې پاکستان ته د میوو صادراتو په برخه کې نه دي هوارې شوې.

دا سوداګر وايي چې د ملي یووالي حکومت د دوی ستونزو په هوارۍ کې پاتې راغلي دي.

سوداګر، سید اسحاق څرګندوي:«ښې مڼې چې میدان وردک یې لري زموږ سوداګرو خروار په ۲۵ تر ۳۰ زرو اخیستي وو چې اوس یې په اته زره خرڅوي او دا لوی زیان دی.» 

بل سوداګر، احمد ولي زیاتوي:«تېر کال موږ پاکستان ته د ورځې دوه سوه ټنه مېوه صادرولې اوس یو من هم نشو صادرولی.» 

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، دغه بنسټ له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي او پاکستان  د افغانستان د میوو د صادراتو پر وړاندې د ستونزو د اوارولو ژمنه کړې ده.

د یاد وزارت ویاند، مسافر قوقندي زیاتوي:«د پآکستان لخوا چې قرنطیني تصدیق لیکونه وضع شوې دي، نه یوازې چې پر افغانستان دي بلکې، د پاکستان پر ټولو وارداتو دي. خو موږ له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي او دوی ویلي چې د ښه ګاونډي‎توب لپاره به د افغانستان توکو ته اجازه ورکوو.» 

اخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم چې پاکستان ته د سوداګرو د ستونزو د اوارولو په موخه یو پلاوی لیږلی و وايي، پاکستان هند ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د ټرانزيت پرانستې ده ؛ خو د افغانستان تازه میوو ته  چې د قرنطین تصدیق پاڼې نه لري د پاکستان له لوري اجازه نه ورکول کیږي .

د سوداګرۍ او صنایعو خونه او سوداګر خبرداری ورکوي، که حکومت له پاکستان سره د قرنطین تصدیق پاڼو ستونزه اواره نه کړي تر دریو نورو میاشتو به  چې د افغانستان د تازه میوو  فصل را رسیږي سوداګر او بڼوال له لا زیاتو ستونزو سره لاس و ګریوان شي.

افغان سوداګر وايي چې پاکستاني مېوې افغانستان ته پرته له کوم محدودیته واریدیږي، خو پاکستان د افغانستان میوو ته اجازه نه ورکوي چې دې هېواد ته صادرې شي

شریک یي کړئ