نېږدې یوه میاشت کیږي چې پاکستان په بیلابیلو پلمو د تورخم او سپین بودک بندرونه د افغانستان د صادراتو پر مخ تړلې دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، دا مهال د تورخم او سپین بودک په بندرونو کې په صادراتي توکو په تېره بیا تازه او وچې میوې او مالوچو بار لسګونه لارۍ ولاړې دي چې د هېواد سوداګرۍ ته لوی زیانونه رسوي.
د یادو خونو ویاند، صیام پسرلی څرګندوي:«اوس موږ پاکستان او افغانستان حکومت پر ژمنو باور لرو، ځکه چې په وار وار یې د ستونزو له هوارۍ ویلي دي، خو اوس که دا لاره خلاصه هم شي نو سوداګر پوهیږي چې بیا یې هم پاکستان په یوه پلمه وتړي.»
اخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، پاکستان تل د هېواد د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړوي، په داسې حال کې چې د پاکستان صادراتي توکي افغانستان او منځنۍ آسیا ته په اسانۍ رسېږي.
له بلې خوا د سوداګریو او صنایعو خونو د ترانزیت او آسانتیا رئيس، یحی اخلاقي وايي:«که پاکستان لاره خلاصه نکړي، نو موږ به یې پاکستاني توکو ته اجازه ونکړو.»
تر دې وړاندې یو شمېر سوداګرو د پاکستان له لارې د هېواد د صادراتو پر وړاندې پر شته ستونزو له حکومت څخه غوښتی وو چې له اسلام اباد سره د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو د اواري لپاره لاس په کار شي.
دوی وايي که حکومت له پاکستان سره ستونزې نه شي هوارولی باید د پاکستان دهغو سوداګریزو او ټرانزیټي توکو پر وړاندې هم لاره وتړي چې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته صادریږي.