Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان دې هېواد له لارې د هند او افغانستان پر سوداګرۍ غور کوي

کابل کې د امریکا متحده ایالاتونو سفیر، جان بس هند ـ افغانستان نندارتون په درشل کې ویلي دي چې پاکستان د خپلې خاورې له لارې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پیل غور کوي.

ده څرګنده کړې ده:«پاکستان لېواله دی تر څو د هند او افغانستان ترمنځ سوداګري د دې هېواد د خاورې له لارې وشي.»

همداراز ایکونومیک ټایمز په خپل راپور کې دا ګام ډېر مهم بللی او ویلي یې دي چې اوږدو کلونو کې د پاکستان له لارې د هند او افغانستان سوداګري بنده وه.

د امریکا سفیر په دې اړه ویلي دي:«د کابل ډيلي ترمنځ د هوا له لارې سوداګري او همداراز له ازبکستان سره د افغانستان سوداګري لامل شوې چې پاکستان هم له افغانستان سره اړیکو ته زړه ښه کړي.»

ده ټینګار کړی دی چې:«افغانستان کې ټيکاو د پاکستان اوږدمهال ګټو پورې تړاو لري او یا اوس مهال د اسلام آباد اوسنی سیاست مرکزي او سویلي آسیا کې سره سوداګري له ګواښ سره مخامخ ده.»

بس همداراز پر ایران د امریکا بندیزونو او د چابهار پر بندر یې د اغېزو په اړه وویل:«هند ته د امریکا دوو چارواکو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو او د دفاع وزیر، جیمز مټيس سفر په ترڅ کې پر دې موضوع خبرې وشوې.»

بس ویلي  دي چې واشنګټن د دې موضوع پر څېړنې بوخت دی دا چې له چابهار بندر څخه د بندیزونو په پلې کولو کې څنګه کار واخلي.

ده همداراز د افغانستان اوسني حالت په اړه ویلي دي چې امریکا کې هېڅوک د جګړې له لارې دې هېواد کې د بریا په فکر کې نه دي او موږ باور لرو چې دا موضوع له سیاسي لارې هواره شي.

بس ویلي  دي چې واشنګټن د دې موضوع پر څېړنې بوخت دی دا چې له چابهار بندر څخه د بندیزونو په پلې کولو کې څنګه کار واخلي

شریک یي کړئ