Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر خصوصي برخې د ناامنیو منفې اغېزې په اړه د سوداګرۍ خونې اندېښنه

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې په هېواد کې ناامنیو ډېری زیان خصوصي برخې ته رسولی دی.

د دغې خونې د مالوماتو پر بنسټ په هېواد کې د انسان تښتونو سربېره وسله‎والو غلاوو او چاودنو د هېواد په لویو ښارونو کې سترو کارونو ته زیان اړولی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي، د هېواد په امنیتی پېښو کې ډی‎ېری زیان خصوصي سکټور ته اوړي چې له دې امله ډېری پانګه‎وال اړ شوي چې له خپل کار او بار لاس واخلي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي په دې اړه وویل:« دم‎ګړۍ کله چې یوه چاودنه او ځانمرګی برید کېږي، بازارونه تر څو ورځو له ځوړ سره مخ کېږي. د دې سربېره چې په دغو پېښو کې خصوصي برخې ته مالي زیان رسېږي او د دغو ستونزو تر څنګ د انسان تښتونې ستونزه په هېواد کې د سوداګرو او پانګه‎والو په وړاندې یوه ستره ننګونه ده.»

دغه راز، د کورنیو چارو وزارت وایي، د خصوصي سکټور د ستونزو هواري لپاره ځينې پروګرامونه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي:«دم‎ګړۍ افغان حکومت په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت هر ډول خدمت چې خصوصي برخه یې وغواړي په واک کې به یې ورکړي. موږ هڅه کوو چې د سوداګرو او پانګه‎والو د ځان او مال امنیت د ټينګښت لپاره لازم امکانات برابر کړو.»

بلخوا د سوداګرۍ خونه وایي په هېواد کې یې تازه د سوداګرو او پانګه‎والو د ستونزو هواري په موخه د خوندیتوب په یوه کمیټه يي کار پيل کړی دی.

د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي د دې کمېټې په جوړېدو سره به پر دولت د خصوصي سکټور باورنو زیات شي.

شریک یي کړئ